د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین غړي وايي، دوی په پام کې لري چې د علمي شخصیتونو، مخورو او دیني عالمانو جرګه جوړه او د طالبانو له حکومت سره خبرو ته کښېنوي.
د دغه کمپاین د رسنیزې کمېټې مشرې زرکې ملیار که څه هم ازادي راډیو سره خبرو کې په دې اړه ډیر جزییات ورنه کړل خو ویې ویل، د نجونو زده کړې د ملت غوښتنه ده، نو ځکه دوی غواړي چې د ملت د استازو له ادرسه یې د طالبانو له حکومت سره مطرح کړي.
مېرمن ملیار زیاته کړه:
" مونږ په دې باندې لګیا یو کار کوو، یوه جرګه چې په هغه کې مخور خلک، علمي شخصیتونه، دیني عالمان اووسي، دا جرګه د سرپرست حکومت له مسوولینو سره مخامخ خبرې وکړي چې دا د ملت غوښتنه ده، د قرآن غوښتنه ده چې د زده کړو ټولې دروازې که د ښوونځیو دي که د پوهنتونونو، د نجونو پر مخ خلاصې شي."
د نجونو د زده کړو ملي کمپاین په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړل کېدو ورسته د روان زېږدېز کال په جون میاشت کې په فعالیت پیل وکړ.
د دغه کمپاین غړي وايي، دا یو غیر سیاسي او په ټوله مانا ملي کمپاین دی چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نږدې ۱۵۰ افغان غړي لري او تر هغه به دوام وکړي، تر کومه چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د زده کړو بندیز نه وي لرې شوی.
د دغه کمپاین د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه دوی په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیت په غبرګون په ټولنیزو رسنیو کې نهه سپېسونه جوړ کړي، په بېلابېلو مواردو کې یې اعلامیې خپرې کړي او ځینو مراجعو ته یې په دې تړاو لیکونه هم لېږلي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه چې ایا د طالبانو حکومت به دې جوړېدونکې جرګې سره خبرو ته کیني که نه او ځواب به یې ورته څه وي، د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم واخلو خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د چار یو شمېر پوهان وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو د لرې کولو په موخه د هر اغېزناک ګام هرکلی کوي.
د هرات پوهنتون پخوانی استاد بصیر احمد دانشیار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
" زه د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د بیا پرانیستې لپاره ټولو هڅو ته خوشبینه یم. او زه فکر کوم چې نسبتاً ښې پایلې یې لرلې دي خو لا هم اړتیا لرو، چې ډیر کار او ډیرې هڅې وکړو چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو مرکزونه خلاص شي."
له زده کړو بې برخې یو شمیر نجونې هم دې ډول عملي اقداماتو ته خوشبیني ښيي.
ناجيه حیدري چې د پوهنتون محصله وه او له نږدې یو کال راهیسې په کور ناسته ده ازادي راډیو ته يې وویل:
" دا جرګې حتما خپل اغېز لري، د دې جرګې له غړو څخه مې دا هیله ده چې زموږ غږ تر طالبانو ورسوي. نن په افغانستان د هرې ښځې او نجلۍ هیله همدا ده چې د ښوونځي او پوهنتون دروازې يې پر مخ پرانيستل شي. د زده کړو په برخه کې بندیز د ټولنې د شاته تګ لامل ګرځي."
له ثانوي زده کړو بې برخې یوه نجلۍ، کبرا وايي په دې اړه تر اوسه غونډو او خبرو نتیجه نه ده ورکړې، خو بیا هم په دې اړه هڅو ته هیله منه ده.
هغه زیاتوي:
" دا دوه کلونه موږ نشو کولای په کلمو بیان کړو چې په موږ څه تیر شوي. موږ د ډيرو غونډو شاهدان و چې هيڅ یو یې کومه پایله نه درلوده. زه هیله لرم چې دا جرګه چې ترسره کیږي یوه پایله ولري."
په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښووځیو له تړل کېدو ۸۱۸ ورځې او د پوهنتونو له تړل کېدو نیږدې کال پوره شو، خو په دې تړاو په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره سره د طالبانو حکومت خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.
همدا تېره اوونۍ هم په قطر کې د دوحې فارمټ غونډه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدویت په لرې کولو خبرې وشوې.
د طالبانو حکومت مخکې د نجونو د زدهکړو موضوع لنډ مهاله ستونزه بللې او ویلي وو، ژر به ورته یوه حل لاره پیدا کړي.
خو داسې ښکاري چې دوی په دې برخه کې د نظر یووالی نه لري. هغه خبره چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ هم کړې او ویلي چې طالبان د نجونو د زدهکړو په اړه یوه خوله نه دي او په تېره کې د بېلابېلو طالب چارواکو څرګندونو هم دا موضوع روښانه کړې ده.
راپور: ثنا کاکړ