د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

" د افغان ملي ځواکونو د سقوط یوازینی مهم لامل د امریکایي ځواکونو او قراردادیانو ناڅاپي وتل وو "


د افغانستان سقوط شوي ملي دفاعي ځواکونه - تصویر له ارشیفه
د افغانستان سقوط شوي ملي دفاعي ځواکونه - تصویر له ارشیفه

امیریکن کنزرویټيف American Conservative خپرونې د افغانستان د جمهوري نظام د ځواکونو د سقوط پر لاملونو یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي یا سیګار هغه راپور ته اشاره شوې چې په ۲۰۲۱م کال کې خپور شو او پکې راغلي چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (ANDSF) د سقوط یوازینی مهم لامل د امریکا د پرله پسې دوو ولسمشرانو هغه پریکړه وه چې له افغانستان څخه امریکايي سرتېري او قراردادیان په داسې حال کې وباسي چې افغان ځواکونو د دې توان نه درلود چې پر ځان بسیا وي.

په دې مقاله کې لولو چې د افغان پوځ د سقوط بل لامل دا و چې په ۲۰۲۱کال کې، په چټکۍ سره د خراب شوي امنیتي وضعیت پر مهال ولسمشر غني خپل ډېر امنیتي چارواکي بدل کړل.

د سیګار په راپور کې د یوه امنیتي چارواکي خبرې ته په اشاره په دې مقاله کې راغلي چې تر سقوط مخکې په وروستیو ۱۸ میاشتو کې ډېره جګړه اردو نه؛ بلکې پولیسو پر مخ وړه.

بله خبره دا هم یاده شوې چې د دفاع وزارت یوه پخواني چارواکي د افسرانو د ځوان او زاړه نسل، او د جهادي او مسلکي افسرانو ترمنځ سیالي په پوځ کې د درز رامنځته کېدو لامل بللې وه.

د دې پخواني چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، له قوله راغلي چې دې ټولو مسلو له جګړې څخه تر یوه حده د سرتیرو پام اړولی و.

وروسته لولو چې د دوحې د تړون رواني اغېز دومره زیات و چې افغان سرتېرو دا احساس کړه چې تر شا پرېښودل کیږي.

د مقالې په پای کې راغلي چې د امریکا او افغان حکومتونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی یو له هغو لاملونو و چې افغان پوځ سقوط وکړ، ځکه په دوحه کې امریکایي چارواکو له طالبانو سره خپلې خبرې چټکې کړې چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ژر تر ژره وتلو ته لاره هواره کړي.

عرب نیوز خپرونې بیا لیکلي چې د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې درې وسله وال په داسې حال کې ووژل شول چې پاکستان ته د "ننوتو" هڅه یې کوله. په مقاله کې راغلي چې په همدې حال کې د پولې په پورې غاړې برید کې د خیبر پښتونخوا په شمال لویدیځ کې یو پاکستانی سرتیری وژل شوی دی.

په مقاله کې لولو چې د پوځ په وینا د پاکستان امنیتي ځواکونو په باجوړ کې افغانستان ته نژدې دا درې وسله وال موندلي ول او درې سره د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په ډزو کې ووژل شول.

دا د لیکوال په باور په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تیر یو کال کې د سخت دريځو په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی، په ځانګړې توګه له هغه راهیسي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د 2022م کال په نومبر میاشت کې په اسلام آباد کې د حکومت سره خپل اوربند لغوه کړ.

وروسته لولو چې پاکستان تور پوري کوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په ګاونډي افغانستان کې پټنځایونه لري. خو د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG