د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

کربي: امریکا له طالبانو سره د اړیکو ښه کېدو یا یې د رسمیت پېژندلو هڅه نه‌کوي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د اړيکو د برخې سلاکار جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د اړيکو د برخې سلاکار جان کربي

د امریکا متحده‌ایالاتونه وايي، هڅه نه‌کوي چې د طالبانو حکومت سره اړيکې ښې کړي او په رسمیت يې وپېژني.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د اړيکو د برخې سلاکار جان کربي د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۲مه په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا هڅه نه‌کوي چې د طالبانو حکومت سره اړيکې ښې کړي يا يې په رسميت وپېژني.

نوموړي په دغه خبري ناسته کې وويل، که طالبان غواړي د يوه مشروع حکومت په توګه په رسميت وپېژندل شي، بايد خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د ده په وينا تر اوسه نه‌دي عملي شوي.

جان کربي د دې پوښتنې په ځواب کې چې واک ته د طالبانو له بياځلي راتګ وروسته به ملګري ملتونه راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه خپل دوهم نړیوال کنفرانس جوړ کړي او له‌دې غونډې څخه د امریکا حکومت څه تمه لري؟ او ایا تاسو دا د طالبانو سره د اړيکو د ښه کېدو په په معنا وينئ؟ وویل: "موږ په ځلونو ويلي، که چېرې غواړي د رښتوني حاکمانو په توګه وپېژندل شي کومې ژمنې يې چې کړي هغه ټولې دې په کړنو او عمل کې ثابتې کړي، خو هغوى دا کار تر اوسه نه‌دى کړى."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د اړيکو د برخې سلاکار ټینګار کړی چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د امریکا تګلاره نه‌ده بدله شوې.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي هم وايي، په داسې حال کې چې امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نږدې کېږي، د جوبایډن حکومت ته افغانستان مهم نه‌دی او د افغانانو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د سياستونو بدلېدلو سره به، د طالبانو د حکومت پر وړاندې د امریکا تګ‌لاره هم بدله شي.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي
د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي

هغه وویل: "که طالبان سر له اوس څخه تر نومبر میاشتې پورې ښوونځي پرانېزي او له خلکو سره په خپل چلند کې ښه‌والی وښيي، نو شونې ده چې امریکا خپله تګلاره بدله کړي، تر دې پرته هیڅ امکان نه‌لري."

خو د سياسي چارو يو بل کارپوه صلاح‌الدين سعيدي وايي: "اوس چې د امريکا ټاکنې راروانې دي که امریکا پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، د ملت او خلکو له‌خوا به پرې ډېرې نیوکې وشي او شوي هم دي او که عمل ونه کړي، چینایان، روسان او ایرانیان به د طالبانو ارزانه سرتېري ځان پلو کړي."

سعیدي زیاته کړه، په‌دې ترڅ کې به د افغانانو ګټو او د هغوی تراژیدیو ته ډېر پام ونه‌شي.

له‌دې سره سره ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور او د دغه سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په کوربه‌توب جوړه شي.

يادې غونډې ته د طالبانو حکومت هم بلل شوی، خو طالبانو په‌دې غونډه کې د خپل پلاوي د ګډون په اړه خپل دریځ نه‌دی په ډاګه کړی.

ویل کېږي چې په‌دې غونډه کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د تعامل پر ستراتېژۍ، په افغانستان کې د بشري او ښځو د حقونو پر وضعیت او له طالب مشرانو سره د نړيوالو تعاملاتو د همغږي کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG