د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

امریکا: طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي


د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

د امریکا متحده ایالات وايي، که طالبان غواړي په نړیواله کچه جدي ونیول شي، باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د طالبانو له لوري له نړیوالې ټولنې سره د بېلابېلو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې د ژمنو د نه عملي کېدو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو تازه غبرګون ښودلی دی.

د دغه هېواد د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، که طالبان غواړي په نړیواله کچه جدي ونیول شي، باید په خپلو کړیو ژمنو عمل کړي.

کربي وايي: موږ د دې شاهد نه یو چې هغوی په دې ژمنو عمل کړی وي.

هغه وویل: "که طالبان غواړي چې په نړیوال سټېج کې جدي وګڼل شي باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي، هغه ژمنې چې ویلي وو کله چې حکومتي جوړښت په لاس کې واخلي عملي به یې کړي چې له ښځو او نجونو سره سم چلند او د نړیوالو قوانینو رعایت و. موږ د دې شاهد نه یو چې هغوی په دې ژمنو عمل کړی وي."

نوموړي وویل وايي، امریکا تراوسه د دې شاهده نه ده چې طالبانو دې په دې ژمنو عمل کړی وي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، اوسمهال په کور دننه د بندیزونو په برخه کې د افغان مېرمنو وضعیت تر بل هر وخت د اندېښنې وړ دی.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د ښځو د حقونو فعالې سحر ساحل ازادي راډيو ته وویل: "د نجونو نیول اندېښمنونکي دي، په افغانستان کې د ښځو وضعیت خراب دی. افغان مېرمنې مخکې هم باحجابه وې، اوس هم دي او په راتلونکې کې به هم وي، دا د طالبانو یوه پلمه ده، دا چې د طالبانو حکومت د نړۍ له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي، دوی یې په بدل کې بشري حقونه نقضوي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مونسه مبارز بیا له نړیوالې ټولنې غواړي چې په دې برخه کې پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

مونسه مبارز وویل: نړۍ پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره بېلابېلې لارې، بېلابېل میکانیزمونه لري چې له مخې یې پر طالب فشار راوستلی شي او په نتیجه کې به یې افغانان له خپلو حقونو او ازادیو برخمن شي.

هغې وویل: "که نړیواله ټولنه او بېلابېل نړیوال بنسټونه پر طالبانو فشار زیات کړي، طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي، نړۍ پر طالبانو د فشار راوستلو لپاره بېلابېلې لارې، بېلابېل میکانیزمونه لري چې له مخې یې پر طالب فشار راوستلی شي او په نتیجه کې به یې افغانان له خپلو حقونو او ازادیو برخمن شي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ وروسته د زده کړو او کار په برخه کې پر افغان مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته په منسوب یو غږیز پیغام کې چې تازه تېره ورځ د جنوري په ۱۸مه خپور شوی ادعا شوې چې د ده په واکمنۍ کې د بشر او ښځو حقونو مراعت شوي، خو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو او د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو له دې وړاندې طالبان د بشري حقونو په نه مراعتولو او له ښځو سره په سختۍ تورن کړي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

پر ښځو د محدودیتونو په وروستۍ اقدام کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د "بدحجابۍ" په تور ګڼې افغان مېرمنې ونیولي او زندانونو ته یې واستولې.

د طالبانو دغه اقدام په کور دننه او بهر له پراخه غبرګونونو سره مخ شو.

دوه ورځې وړاندې د جنوري په ۱۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "بدحجابۍ" په تور د طالبانو له خوا د نجونو نیول کېدل وغندل.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هېواد به یې د دې کړنو له امله له طالبانو حساب وغواړي او دې برخه کې به لازمو اقداماتو ته دوام ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG