د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

امریکا د طالبانو له‌خوا د 'بدحجابۍ' په تور د افغان ښځو او نجونو نیول وغندل


دغه تصویر له یوې ویډیو اخیستل شوی چې په کې ښکاري طالب وسله وال یو شمېر ښځې نیسي.
دغه تصویر له یوې ویډیو اخیستل شوی چې په کې ښکاري طالب وسله وال یو شمېر ښځې نیسي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د 'بى حجابۍ' په تور د طالبانو له خوا د نجونو نیول کېدل غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د 'بى حجابۍ' په تور د یو شمېر ښځو او نجونو د نیول کېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هېواد به یې په دې اړه له طالبانو حساب وغواړي او لازمو اقداماتو ته به دوام ورکړي.

د دغه وزارت ویاند متیو مېلر د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې په یوه خبري غونډه کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو نیول کېدل د افسوس وړ وبلل.

مېلر زیاته کړه: "موږ په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند غندو. موږ وینو چې هغوی په ریښتیا هم د ښځو او نجونو په ټولنه کې د رول په اړه خواشینوونکې کړنې ترسره کوي. موږ اراده لرو چې هغوی وپوښتو او هغوى بايد حساب ورکړي او په دې برخه کې مونږ خپلو لازمو اقداماتو ته دوام ورکوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی المنکر وزارت د کابل ښار او یو شمېر ولایتونو په ځینو سیمو کې یو شمېر ښځې او نجونې د دوى د خوښې د حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولي بندیانې کړي دي.

د نيول شويو نجونو او ښځو کورنۍ چې له نيول کېدو وروسته خوشې شوي، ادعا کوي چې د طالبانو کورنۍ دوى له نيول کېدو وروسته شکنجه کړي او د خوشې کېدو په بدل کې يې ترې پپسې اخيستي.

د یوې نیول شوې نجلۍ مور چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "هغوی ضمانت وغوښتنه او ضمانت هم باید دوه شتمن کسان وکړي، د ځمکې د ملکیت سند او یو لک شپیته زره افغانۍ نقدي د بى حجابۍ جریمه په داسې حال کې چې حجاب یې اغوستی و، خو هغوی د حجاب په پلمه پيسې واخیستې."

یوې مېرمنې وویل: دوی (طالبان) بهانه کوي، د خلکو ښځې ګلچين ګلچين کوي او زندان ته يې بيايي.

د نيول شويو نجونو د کورنۍ يوې بلې غړې چې د امنيتي ستونزو له امله يې د نوم له څرګندولو ډډه کوله ازادي راډيو ته وويل: "ټول حجاب اغوندي، د خپلې خور لمن هم څوک بېرون نه پورته کوي، خو دوى د پرديو د نجونو او ښځو لمن پورته کوي چې وويني د لمنې لاندې يې څه اغوستي، پتلون د ولې تنګ دی، برجس د ولې تنګ دى؟ دوی بهانه کوي، د خلکو ښځې ګلچين ګلچين کوي او زندان ته يې بيايي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند متیو مېلر د څرګندونو او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبينو له خوا د نیول شویو نجونو د کورنیو د ادعا په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

خو مخکې تر دې نوموړي تایید کړې وه چې د دې نجونو او ښځو نیول د بى 'حجابۍ د ترويج' له امله وه چې د هغه په وينا لنډ مهاله ده.

مجاهد د توقیف شویو نجونو د شکنجې او ورسره د ناوړه چلند په اړه راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو دغه اقدام تر دې وړاندې هم توند غبرګونونه راپارولي دي.

په دې وروستیو کې د بخښنې نړیوال سازمان هم یوه بیانیه خپره کړې او ټینګار یې کړی چې طالبان باید ژر تر ژره د 'ښځو پر وړاندې ظلم او جبر' ودروي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان افغان نجونې او ښځې زنداني کوي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې معترضه ښځې او نجونې او نیولي او اوږدې مودې لپاره یې بندیانې کړي دي.

طالبان تل ټینګار کوي چې خپلې کړنې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ترسره کوي، خو د اسلامي همکاریو سازمان او یو شمېر مخورو دیني عالمانو په ګډون اسلامي هېوادونه او سازمانونه د طالبانو دا ډول کړنې د شریعت خلاف بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG