د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت بیا ناوړه وبلل شو


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د بشري حقونو د څار سازمان یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی.

د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ 'Human Rights Watch' یو وار بیا د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه وباله.

دغه بنسټ په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ د بشري حقونو د وضعیت په باب د خپل راپور په یوه برخه کې ویلي چې طالبانو له بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو پراخې سرغړونې کړې دي.

په دغه راپور کې چې پرون پنجشنبه ناوخته خپور شو راغلي چې افغانستان یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې په کې له منځنیو او لوړو زده کړو بې برخې دي او ښځې په کې په کورنیو او بهرنیو موسسو دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو منع شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمن ویلي چې ښځې په افغانستان کې د بیان په ازادۍ او تګ راتګ کې هم له محدودیتونو سره مخامخې دي.

د دغه بنسټ په وینا، د طالبانو چارواکو محلي رسنۍ او د بیان ازادي لا محدوده کړې او د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او د مدني ټولنې د فعالانو، له دې جملې یې د معترضو ښځو خپلسرې نیونې زیاتې کړې دي.

د راپور په دوام کې له قانون هاخوا وژنو ته اشاره شوې چې په وینا یې، د طالبانو ځواکونو د افغانستان د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو غړي نیولي او وژلي دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې له قانون هاخوا لږ تر لږه ۸۰ وژنې، خپلسرې نیونې، د شکنجې او ناوړه چلند څه باندې ۱۴۴ موارد او د طالبانو له خوا د تېر حکومت د کارکوونکو او امنیتي پرسونل د جبري ورکاوي پېښې ثبت شوې دي.

طالبانو مخکې دغه ادعاګانې رد کړې وې.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانی کمېشنر او ویاند شکر الله مشکور له طالبانو غواړي چې په دغه هېواد کې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانی کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانی کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بشري حقونو د نه رعایت د ناوړه پایلو په باب وویل: "په داسې حال کې چې طالبان لا هم د نړیوالې ټولنې پر مرستو متکي دي او بشردوستانه مرستې تر بل هر وخت بېوزلي افغان ولس ته ډېرې اړینې دي، د طالبانو له خوا بشري حقونو ته نه درناوی او د دغو ارزښتونو د نه رعایت په صورت کې به، د طالبانو مشران د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ونه ایستل شي، پر دې ډلې د لا فشار او تحریمونو په صورت کې به یوځل بیا د دې له منځه تلل تضمین شي او له بله پلوه به د دې حالت په دوام سره افغان ولس له لوی بحران سره مخامخ شي."

بل لوري ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې د حجاب د نه رعایت په تور د ښځو او نجونو د خپلسرو نیونو په باب سخته اندېښنه وښوده.

یوناما پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي طالبانو د جنورۍ میاشتې له پیله په کابل او دایکنډي کې ځینې ښځې او نجونې د هغه څه له کبله نیولي چې دوی یې د حجاب نه رعایت ګڼي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما دغه اندېښنې بېځایه بللي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې افغان ښځې په خپله حجاب رعایتوي او فشار ته اړتیا نه شته او د هغه په وینا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو له چا سره زورزیاتی نه دی کړی.

خو تر دې مخکې د طالبانو ځینو چارواکو تایید کړې وه چې ځینې ښځې یې د حجاب د نه رعایت په تور نیولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG