د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

سره صلیب په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ اوسنۍ کچې ته اندېښنه ښودلې


ارشیف: د افغانستان په هرات کې یو شمېر کارګران د کار په تمه ولاړ دي.
ارشیف: د افغانستان په هرات کې یو شمېر کارګران د کار په تمه ولاړ دي.

سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ له امله د کار مخ په زیاتېدونکو غوښتنو ته اندېښنه ښودلې او وايي، دا وضعیت د دې لامل شوی چې د کورنیو لپاره د اړتیا وړ لومړنیو توکو پوره کول هم ستونزمن شي.

سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د کار بازار د بې‌روزګاره خلکو مخ په زیاتېدونکو کاري غوښتنو له امله تر سخت فشار لاندې دی.

آی‌سي‌آرسي‌ پرون ناوخته یوه راپور کې د بې‌روزګارۍ اوسنۍ کچې ته په اندېښنې لیکلي، په ښارونو کې کارګر له سهاره تر ماښامه د کار پیدا کولو لپاره انتظار باسي.

سره صلیب نړیواله کمېټې زیاته کړې، د کاري فرصتونو دا ډول کمی د دې لامل شوی چې د کورنیو د توکو اخیستلو توان را کم شي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول هم ورته ستونزمن کړي.

د دې ادارې په راپور کې افغانستان هغه هېواد بلل شوی چې د جګړو د پام وړ کمښت وروسته بیا هم له سترو بشري ننګونو سره مخ دی.

آی‌سي‌آرسي‌ دا بشري اړتیاوي څو اړخیزه بولي او اقتصادي لاملونه، طبیعي پېښې او اقلیمي بدلون یې د زیاتېدو لوی علتونه په ګوته کوي.

په افغانستان کې د کار په تمه یو شمېر کارګران. ارشیف
په افغانستان کې د کار په تمه یو شمېر کارګران. ارشیف

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ د زیاتېدو په تړاو د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اندېښنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌‌کړه، خو وړاندې یې ویلي؛ دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې کاري فرصتونه برابر کړي.

د طالبانو په حکومت یوه بله لویه نیوکه دا کېږي چې دوی په حکومتي ادارو او ان مسلکي بستونو یوازې د خپلې ډلې کسان ګماري او نورو ته لومړیتوب نه ورکوي.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وړاندیز کوي چې د افغانستان اوسنیو پېچلو ننګونو ته د حل او د میلیونونو افغانانو د کړاوونو د کمولو لپاره اوږدمهاله حل‌لارو ته اړتیا ده.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم له اوسني بحرانه د افغانانو د ویستو لپاره په افغانستان کې د زېربناوو په جوړېدو ټینګار کړی و.

سره صلیب نړیواله کمېټه داسې مهال د افغانستان په کاري بازار د فشار خبره او د بې‌‌روزګارۍ د زیاتېدو خبره کوي چې یو شمېر افغانان هم وايي، کار نه‌لري او حکومت د بې‌وزلو د لاسنیوي هم نه‌دی.

د ننګرهار د مخابراتو څلور لارې کې د کار په لټه ناست صفي‌الله وايي: "دې چوک ته راځوو، نه کار شته نه روزګار، هیڅ هم‌ نه‌شته. خلک له سختو تنګسیو سره مخ دي."

د ارزګان یو اوسېدونکی محب‌الله بیا وايي، بې‌کارۍ دومره ځپلی چې نه پوهېږي د خپلې کورنۍ کومې اړتیاوې پوره کړي.

هغه زیاته کړه: "ولا که د دوا او یا هم ډوډۍ وس ولرو. حیران یوو چې ډوډۍ پیدا کړو که دوا. کوټ ورپیدا کړو، څپلۍ ور پیدا کړو."

د افغانستان لوېدیخ نیمروز کې سوالګرې مېرمنې.
د افغانستان لوېدیخ نیمروز کې سوالګرې مېرمنې.

په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ له امله د خلکو دا شکایتونه داسې مهال دي، چې د سیګار د راپور پر بنسټ، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته نږدې ۹۰۰ سوه زره کسان بې‌روزګاره شوي دي.

همدا ډول د تېر میلادي کال په لومړیو کې د نړیوال بانک یوې سروې وښوده چې په افغانستان کې د سیاسي ناورین وروسته، اقتصادي فعالیتونه ډېر اغېزمن شوي او خصوصي سکټور سخت ځپل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG