د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د افغانانو یوه جلا وطنه شورا: د بشري ناورین د حل لپاره هېواد ته مرستې لېږو


کابل کې یو شمېر بېوزلو ته د مرستې وېشلو تصویر - ارشیف
کابل کې یو شمېر بېوزلو ته د مرستې وېشلو تصویر - ارشیف

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د ژمي سړه څپه پیل شوې، زیات کسان شکایت لري چې د بېوزلۍ له کبله د خپلو کورونو تودولو وس هم نه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ازادۍ راډیو ته ویلي د هرات د زلزلې په څېر طبیعي افتونو او په ډله ییز ډول له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ایستلو په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات کړی او ژمی یې ډېرو کسانو ته سخت کړی دی.

د هلمند یو اوسېدونکی چې نوم یې نه دی یاد کړی، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو د لاسنیوي غوښتنه کوي او وایي:

" چې وس یې کېږي هغومره مرسته دې راسره وکړي، چې نه کرلې شته نه رېبلې شته، په ورځنۍ مزدوري مو ګوزاره ده، په کور کې ناروغ هم لرم او په وچه ډوډۍ مو ګوزاره ده."

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو تر څنګ ځینو نورو غیردولتي بنسټونو هم د روان بحران په حل کې د مرستې لپاره مټې رابډوهلې دي.

په اسټرالیا کې د بهرمېشتو افغانانو نړیواله شورا چې د اسټرالیا تر څنګ د امریکا په متحدو ایالتونو، اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې تر ۷۰ زیاتې اتحادیې په کې شاملې دي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي.

دُر محمد اشنا
دُر محمد اشنا

د دې شورا مشر دُر محمد اشنا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، اوسنیو شرایطو ته په پام سره د بسپنې ټولولو پروګرام هم پیلوي:

" موږ د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره غواړو د افغانستان اقتصادي وضعیت ته ډېر پام وشي، چې خلک له لوږې، بېوزلۍ او بېکورۍ سره مخامخ دي. په ځانګړي ډول اوس چې له پاکستانه بې اسناده افغانان په زوره باسي. له دوی سره باید مرسته وشي. موږ د بهرمېشتو افغانانو شورا په خپلو پروګرامونو کې د خیرښېګڼې پروګرام هم ثبت کړ. چې له خلکو بسپنه ټوله کړو او بیا یې په افغانستان کې اړو کسانو ته ورسوو، دا پرخوا نه و، دا پروګرام مو هم ورزیات کړ."

ملګرو ملتونو ویلي دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په ۲۰۲۴م کال کې به هم چې سبا دوشنبه یې لومړۍ ورځ ده، په ملیونونو کسان بشري مرستو ته اړ وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به ۱۵ ملیونه ۷۰۰زره افغانان کافي خواړه ونه لري.

د لوږې او بېوزلۍ په دوام له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو ډله ییز اخراج د دغه بحران سطحه نوره هم لوړه کړې ده.

د طالبانو حکومت وايي، په وروستیو اوونیو کې له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۸۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG