د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

بې معاش او امتیازه ژوند؛ افغان متقاعدان په کوم وضعیت کې دي؟


له ارشیفه د یو شمېر افغان متقاعدانو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغان متقاعدانو تصویر

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي، یو شمیر متقاعدان وايي، له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.

دوی ازادی راډیو ته وویل چې د ژمي په ساړه موسم کې د ځان او خپلو کورنیو لپاره د خوراکی توکو د چمتو کولو وس نه لري، د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره پیسې نه لري او د کورونو د تودولو لپاره سون توکي هم نه شي برابرولى.

د دوی له ډلې محمد طاهر ظفري وايي:

"زموږ لپاره بله حل لاره نه ده پاتې، درې کاله تېر شول، درېیم ژمی دی، موږ په ستونزو کې یو، نه خواړه لرو، نه لرګي لرو، موږ په سړو کورونو کې له خپلو ماشومانو سره ژوند کوو، بله هېڅ لار نشته چې پر چا غږ وکړو چې مونو ته يو څه راکړٸ."

یوه بل متقاعد امیرجان مستمندي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په کور کې هېڅ څه نه لرو، نه لرګي او نه سکاره، موږ اوس هم له ډېرو بدبختيو سره مخ يو، زه له اسلامي امارت او د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوم، چې موږ ته زموږ حقوق راکړي، موږ په دې ژمي کې له ډېرو بدبختيو سره مخ يو. موږ دوه کاله په ډېرو ستونزو تېر کړل، نه څوک پور راکوي، نه پیسې لرو او نه بل څه."

د تقاعدانو اړوندې چارې د مالیې وزارت اړوندې دي
د تقاعدانو اړوندې چارې د مالیې وزارت اړوندې دي

افندي سنګر چې خپله هم متقاعد او په افغانستان کې د متقاعدینو د ټولنې مشر دی وایي چې ياده ټولنه څه باندې څلور زره غړي لري.

د هغه په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا دې درېيم ژمى دى خو دوی لا هم نه دي توانیدلي چې خپل حقوق واخلي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې په دې برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.

سنګر زیاته کړه:

"د متقاعدانو معاشونه باید پر خپل وخت ورکړل شي، څو د دوى ستونزې هوارې شي. موږ ټول سپین ږیري یو، ناروغان یو، د درملنې او د کور د کرایې لپاره پیسې نه لرو، په ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ یو، د طالبانو له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې معاشونه دې راکړل شي، دا درېیم کال دی، چې نه دی راکړل شوی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په تېرو دوو کلونو او نږدې څلورو میاشتو کې د متقاعدانو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

په دې موده کې په افغانستان کې یو شمېر متقاعدانو په ځو ځلي د اعتراض غږ پورته کړی او له طالبانو یې د خپل تقاعد د حقوقو د اخيستلو غوښتنه کړې، خو ښکاري چې تر اوسه دغه غږونه نه دي اورېدل شوي.

هڅه مو وکړه چې متقاعدانو ته د تقاعد د نه ورکړې د لامل په اړه د طالبانو حکومت ځواب ووايي خو د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند عبدالولي حقمل په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د روان کال په پیل کې نوموړي ازادي راډيو ته ویلي وو چې د طالبانو د حکومت د مشرتابه له لوري د متقاعدانو د حقوقو د ورکړې طرحه لا هم نه ده تصویب شوې.

دا شکایتونه په داسې وخت دي چې افغانستان سوړ ژمی او کم ساری اقتصادي او بشري ناورین تجربه کوي
دا شکایتونه په داسې وخت دي چې افغانستان سوړ ژمی او کم ساری اقتصادي او بشري ناورین تجربه کوي

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوه عبدالواسط عمري هم د متقاعدانو د تقاعد د نه ورکړې موضوع د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دا مسله په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زياتولى شي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" په ځانګړي ټوکه د متقاعدانو کورنيو ته به ډېرې ستونزې پېښې کړي ځکه په بشپړه ټوګه به لهقر سره مخ شي وبه نشي کولى چې د خپل ژوند اساسي او لومړنیوغوښتنو لکه کور، کالي، ډودۍ او داکټر ته امکانتات ځانته برابر کړي. "

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم په افغانستان کې د متقاعدانو کره شمېره نه ده معلومه، خو د افغانستان د مقاعدانو ټولنې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د تقاعد خزانې ریاست په ۱۴۰۱ میلادي کال کې د تقاعد شویو کسانو شمېر ۱۶۹ زره تنه اعلان کړی و.

XS
SM
MD
LG