د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

افغان متقاعدین: له دوو کلونو راهیسې مو حقوق نه دي راکړل شوي


آرشیف - د تقاعد ریاست
آرشیف - د تقاعد ریاست

د افغانستان د متقاعدینو ټولنې، د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د متقاعدیو حقوق ورکړي.

په افغانستان کې د متقاعدینو ټولنه د متقاعد شویو کسانو اقتصادی وضیعت ښه نه ګڼي وايي، دغه خپلو حقوقو ته سخته اړتیا لري.

د دغه ټولنې رییس افندي سنګر د یک شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تقاعدي د متقاعدینو حق دی، خو په خبره یې له تېرو دوو کلونو راهیسې دوی ته نه دی ورکړل شوی.

هغه زیاته کړه: "متقاعدین اوس خپل هغه حقوق غواړي چې د دوی له معاشونو ګرځول شوي. د قانون پر بنسټ کله چې کال نوی کېږي د متقاعدینو حقوق باید ورکړل شي، خو له بده مرغه زموږ متقاعدینو د ۱۴۰۰ کال حقوق هم نه دي اخیستي او د روان کال دا دی ۷ میاشتې تېرې شوي خو دوي خپل حقوق نه دي اخیستي."

د ښاغلي سنګر په خبره، د طالبانو حکومت د متقاعدینو لپاره ۴ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړي، چې په خبره یې دا د متقاعدینو شمېر ته په کتو کافي نه دي.

په ورته وخت کې د تیر حکومت د نظامي او ملکي برخو یو شمېر متقاعدین هم د سختو اقتصادي ستونزو خبره او په ټینګار سره د طالبانو له حکومت د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

متقاعد کارکوونکی محمد طاهر ازادي راډیوته وویل: "هر متقاعد اولادونه، لمسیان او کورنۍ لري. موږ غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې دې حل شي د دې لپاره چې په ډېر بد حالت کې یو. نه جامې، نه لوښي او نه فرش لرو چې ویې پلورو او د کور مصرف پرې پوره کړو."

یو بل متقاعد کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي هم ازادي راډیو ته وویل:"د کور کرایه ورکوم، پرته له همدغه تقاعد نه بل کوم عاید نه لرم، دا پیسې د بخشش او خیرات نه دي، دا زموږ مسلم حق دی او باید راکړل شي."

دا لومړۍ ځل نه دی چې متقاعدین د طالبانو حکومت نه د خپلو حقوقو غوښتنه کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم ورته غوښتنې مطرح کړې وې.

په ورته وخت کې دطالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته په یو لیکي پیغام کې ویلي، چې د متقاعدینو مسله تر بحث لاندې ده او په اړه یې تر اوسه ورستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

خو متقاعدین بیا نیوکه کوي، چې د طالبانو پرېکړه د متفاعدینو د تقاعدۍ په اړه ځنډنۍ شوې او دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

له کله چې طالبان په افغانستان واکمن شوي د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي او دغې چارې د اړمنو او په ځانګړي ډول متقاعدینو ستونزې زیاتې لا کړي.

په افغانستان کې د متقاعدینو ټولنې د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې په ملکي برخه کې د متقاعدینو شمېر ۹۲ زره ۲ سوه ۵۴ کسه او په پوځي برخه کې ۵۶ زره ۶ سوه او ۲۷ کسه و.

XS
SM
MD
LG