د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د سترې محکمې ځیني مخکېني کارکوونکي: موږ له طالبانو د خپل حق غوښتونکي یو


د افغانستان د سترې محکمې ځیني مخکېني کارکوونکي
د افغانستان د سترې محکمې ځیني مخکېني کارکوونکي

د سترې محکمی یو شمېر مخکېني کارکوونکي وایي، د طالبانو حکومت په راتګ سره له کاره شړل شوي او اوس‌یې برخلیک نه‌دی معلوم.

د سترې محکمې دا مخکېني معترض غړي شکایت لري چې د سترې محکمې ساتونکو او د طالبانو حکومت نورو ځواکونو د دوی اعتراضیه ناسته ګډه وډه کړې او دوی ته د اعتراض اجازه نه‌ورکوي.

دوی چې خپل شمېر ۲۰۰ تنه ښیي، ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبي په ورځ‌یې «۱۴۰۰ کال د کب ۱۱» د سترې محکمې په وړاندې اعتراض وکړ.

دوی په کابل کې د اعتراض په مهال د خپل شپږ میاشتنۍ تنخوا د ترلاسه کولو او دغه‌راز تقاعد کېدو غوښتنه وکړه.

د دوی له ډلې قاضي شعیب او خالد مقدم وایي: "دوی باید زموږ د شپږو میاشتو تنخوا راکړي او دوهم دا چې موږ دې تقاعد کړي، همدا زموږ غوښتنې دي."

"له بده مرغه چې زموږ اعتراضیه ناسته د سترې محکمې د ساتونکو او د طالبانو د نورو ځواکونو له لوري ګډه وډه شوه، موږ خپل حق غواو او زموږ دا حق باید راکړل شي."

اعتراض کوونکي ادعا کوي چې د حقوقو او شرعیاتو په برخه کې د لوړو زده‌کړو ترڅنګ، په عدلي او قضایي ادارو کې څو کلنه تجربه هم لري، خو اوس طالبانو د دوی پر ځای غیر مسلکي کسان پر دندو ګمارلي دي.

وړاندې تر دې هم د سترې محکمې په ګډون، د عدلي او قضایي ادارو ځینو پخوانیو کارکوونکو د طالبانو حکومت له لوري له دندو د لیرې کېدو له امله اعتراض کړی وو.

هڅه مو وکړه چې د دوی د ادعاوو په اړه د سترې محکمې د مسؤلانو او د طالبانو حکومت د ویاندویانو نظر هم راواخلو، خو د دې راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنو ته ځواب رانه‌کړ.

خو وړاندې تر دې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د قاضیانو پخواني اعتراض ته په ځواب کې ویلي و چې ځیني قاضیان په بې‌عدالتیو او فساد کې د لاس لرلو په دلیل له کاره شړل شوي او د ځینو نورو په اړه به دوی پرېکړه کوي، هغه ادعا چې د سترې محکمې پخوانيو قاضیانو رد کړې او ټینګار یې کړی وو چې د طالبانو حکومت د همدې ادعا پر بنسټ ۲،۵۰۰ قاضیان له دندو لیرې کړي، خو دوی د شویو ادعاوو او تورونو په باب ځواب ویلو ته حاضر دي.

د پخواني حکومت ځیني کارکوونکي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره له دندو لیرې شوي، د اقتصادي ستونزو له امله له هېواده وتلي او د سترې محکمې د قاضیانو په ګډون ځیني نور چې په هېواد کې پاتې دي، له ناوړه اقتصادي وضعیت شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG