د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

افغان حکومت متقاعد او بې‌وظیفې جنرالان او افسران بېرته پر دندو ګوماري


ارشیف، یو شمېر افغان متقاعد افسران
ارشیف، یو شمېر افغان متقاعد افسران

په افغانستان کې د جګړو شدت او د متقاعدو جنرالانو پر دنده د ګومارلو پرېکړه.

وروستیو جګړو ولسمشر غني هڅولی چې متقاعد او بې‌دندې افسران او جنرالان پر دندو وګوماري.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواري نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۴» په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا پرېکړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ شوې.

د ښاغلي شینواري په خبره چې د دوی د جلب و جذب لپاره ځانګړی بورډ جوړ شوی او عملي چارې یې هم روانې دي.

ښاغلی شینواری زیاتوي: "د متقاعدو نظامي جنرالانو او افسرانو د جلب و جذب لپاره ځانګړی بورډ جوړ شوی چې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست په هڅو به دا خلک بېرته جلب کېږي او د دوی لپاره به مسلکي بورډونه جوړ شي چې هلته ترې ګټه پورته شي."

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری

د افغانستان ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت هم دا پرېکړه تأییدوي او په خبره‌یې چې دا پرېکړه د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو شوې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي په خبره چې له دې متقاعدو جنرالانو او افسرانو به په مشورتي او اجرائیوي برخو کې ګټه پورته شي، خو نوموړي ونه‌ویل چې تر دې دمه څومره متقاعدین جذب شوي دي.

ښاغلی احمدزی وايي: "د هېواد د اردو یو شمېر هغه جنرالان او افسران چې اوس‌مهال په کور دي او د هېواد په داسې حساسو شرایطو کې د ملي دفاع وزارت او بېلابېلو برخو کې د دوی شتون په مشورتي او اجرائیوي برخو کې مؤثر تمامېدای شي. د جمهور رئیس او ملي دفاع وزارت په رهبرۍ دا پرېکړه شوې چې دوی دوباره جذب شي او عملي چارې یې هم پیل شوې دي."

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت هم وایي، په دوی کې هغه څوک هم شامل دي چې د بېلابېلو دلایلو له امله له دندو لیرې شوي دي، خو پوښتنه دا ده چې د متقاعدو افسرانو او جنرالانو راوستل د جګړې لیکو ته څومره مثبتې اغېزې لري؟

د پوځي چارو پوه عتیق‌الله امرخېل‌يې که څه هم د جګړې د لوري په بدلون کې ګټور نه‌بولي، خو وايي ښايي ولسمشر ترې د نظامي قرارګاه په جوړښت کې ګټه واخلي.

ښاغلی امرخېل زیاتوي: "زه باور نه‌کوم چې متقاعدین به بېرته راشي او ګټه به ولري، خو یو بخش دلته شته چې جمهور رئیس غني ځان ته نظامي قرارګاه جوړه کړې ځکه دی اعلی سرقوماندان دی، خو قرارګاه تر اوسه نه‌لري او له همدې افسرانو هلته ګټه واخلي. د ډاکتر نجیب په وخت کې هم داسې تشکیل و او وخت په وخت‌یې جمهور رئیس ته ښه معلومات ورکول او معلومات‌یې لرل هم، که دوی هم داسې څه جوړوی نو بد به نه‌وي."

د پوځي چارو پوه عتیق‌الله امرخېل‌
د پوځي چارو پوه عتیق‌الله امرخېل‌

دی وړاندیز کوي چې افغان حکومت باید په اوسنیو حالاتو کې د قومونو په یووالي کار وکړي چې د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې یو ملي پاڅون ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه افغان امنیتي بنسټونو ویلي په تېرو څو ورځو کې د نږدې پنځه زره ځوانانو په امنیتي او دفاعي لیکو کې د جذب لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

په افغانستان کې وروسته له هغې جګړې زور واخیست چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ویستلو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG