د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

پر طالبانو بمبار؛ راپورونه: دوی د لښکرګاه خلک نه پریږدي چې له کورونو ووځي


ارشیف، د هلمند له جګړو یو شمېر بې ځایه شوي خلک
ارشیف، د هلمند له جګړو یو شمېر بې ځایه شوي خلک

په لښکرګاه کې د جګړې د دواړو لوریو ترمنځ په لسګونو زره کسان بند پاتې دي. ملګرو ملتونو د دې ملکیانو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجارېک په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې ملګري ملتونه په لښکرګاه کې د لسګونو زره بند پاتې شوېو ملکیانو خوندیتوب ته ژوره اندېښنه لري.

راپورونه وایي، طالبانو د لښکرګاه ګڼې سیمې په وروستیو څو ورځو کې نیولې دي خلک نه پریږدي چې له خپلو کورونو ووځي او افغان او امریکایي ځواکونه پر طالبانو بمبارد کوي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ملګروملتونو ویاند سټېفن دوجارېک وویل چې په لښکرګاه کې د بند پاتې ملکیانو خوندیتوب ته ژوره اندېښنه لرو.
د ملګروملتونو ویاند سټېفن دوجارېک وویل چې په لښکرګاه کې د بند پاتې ملکیانو خوندیتوب ته ژوره اندېښنه لرو.

په هلمند کې یو مدني فعال اغا محمد قریشي ازادي راډیو ته په ټیلیفون وویل چې خلکو ته دارنه تلفات اوښتي دي او یو شمېر خلک دا توان هم نه لري چې خپل کورونه د جګړو له سیمو بل ځای ته انتقال کړي.

قریشي زیاته کړه: "د خلکو له کورونو د جګړې د سنګر په توګه استفاده کېږي، خلک هسې هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. دولت د جګړې د دوام په خاطر خلکو ته بشري مرستې نه شي رسولی نو په داسې وضعیت کې، د هلمند خلک له ټولو خواوو خصوصاً له طالبانوغواړي چې له دې ناروا جګړې لاس واخلي، د هلمند خلک پریږدي چې خپل عادي ژوند ته ور وګرځي."

طالبانو تر پرون پورې د لښکرګاه له لسو ناحیو نهه ناحیې نیولې وې.

د دوه سوه پنځلس میوند قول اردو قوماندان جنرال سمیع سادات د ښار له استوګنو غوښتې دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې پریږدي.

جنرال سادات وايي، د دولتي ځواکونو همدا نیت دی چې طالبان له لښکرګاه وباسي.
جنرال سادات وايي، د دولتي ځواکونو همدا نیت دی چې طالبان له لښکرګاه وباسي.

نوموړي وویل: "زه پوهېږم چې دا به تاسو ته ډېره سخته وي، زما لپاره هم دا سخته وه چې دا پرېکړه وکړم. زه نه غواړم چې زموږ خلکو ته زیان واوړي. زه د خپلو خلکو لپاره جګړه کوم. زه د خپل ملت، وروڼو او خویندو لپاره جګړه کوم، موږ ستاسو د راتلونکې لپاره جګړه کوو، نو زما هیله دا ده چې تاسو څو ورځې له خپلو کورونو بې ځایه شئ، ژر هغه سیمې چې موږ هلته عملیات کوو، پریږدئ."

جنرال سادات زیاته کړه چې د دولتي ځواکونو همدا نیت دی چې طالبان له لښکرګاه وباسي.

ازادي راډیو تېره شپه د ښارد امنیتي وضعیت په اړه او هلته د ملکیانو په ارتباط له دفاع وزارت او په قطر کې د طالبانو له دفتره د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

XS
SM
MD
LG