د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

افندي: د لابراتوار د معاینې پیسې هم نه لرم 


د روغتیایي معایناتو یو انځور
د روغتیایي معایناتو یو انځور

په افغانستان کې تقاعد شوي کسان وايي، د ژوند ناخوالې یې کړوي او له څه باندې دوو کلونو خپل حقوق او معاشونه نه ورکول کېږي.

دغه تقاعد شوي کسان وايي اوسنیو چارواکو ته هم ورغلي، خو دوی یې په یوه او بله پلمه د معاشونو ورکړه ځنډوي.

ځینې تقاعد شوي کسان وايي، په بېلابېلو ناروغیو اخته دي او حتی د لابراتوار د معایناتو د پیسې د ورکړې توان هم نه لري.

د ازادۍ مېلمه پروګرام کې مو نن د افغانستان د متقاعدینو عمومي انجمن مشر سنګر افندي سره خبرې کړي، په پیل کې ترې زموږ همکار صالح محمد صالح پوښتنه کړې چې متقاعد چا ته ویل کېږي.

د پروګرام د اورېدو لپاره دغه لېنک کېکاږئ!

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:01 0:00

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG