د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو شمېر غړي: طالبان دې سیستماتیک جنسیتي تبعیض پای ته ورسوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر دایمي او غیردایمي غړو له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سیستماتیک جنسیتي تبعیض پای ته ورسوي.

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډو ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو او د امنیت شورا راتلونکو غړو په یوه ګډ پرېکړه لیک کې چې د ډسمبر په ۲۰مه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ناستې وروسته خپور کړ، ویلي چې افغان نجونو او ښځو ته د هغوی د بشپړ بشري حقونه او اساسي ازادۍ ورکړل شي.

دا پرېکړه لیک چې په ملګرو ملتونو کې د ایکوادور دایمي استازي خوزې دې لا ګاسکا ولوست، په کې ویل شوي چې په ښځو د محدودیتونو ناوړه پایلې د وخت په تېرېدو په ډېرېدو دي او د افغانستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره خنډ دي.

هغه زیاته کړه: "موږ له طالبانو غواړو چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو محدودیتونو په له منځه وړلو سره خپل سیستماتیک جنسیتي تبعیض پای ته ورسوي او هغوی ته اجازه ورکړي چې د زده کړو، کار او په عام، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې له خپلو بشپړو بشري حقونو او اساسي ازادیو څخه برخمنې شي."

په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور. ارشیف
په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور. ارشیف

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډ ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو البانیا، برازیل، ایکوادور، فرانسې، ګابون، جاپان، مالتا، سویس، متحده عربي اماراتو، انګلستان اود امریکا متحده ایالات او د امنیت شورا راتلونکو غړو، ګیانا، جنوبي کوریا، سریالیون او سلوانیا په کې افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تبعیض د له منځه وړلو په خاطر د بین الافغاني خبرو په ګډون د امنیت شورا له طرحو هم ملاتړ اعلان کړ.

دوی زیاته کړې چې د جنسیتي برابرۍ، د تبعیض نه کولو او شمولیت بنسټیز اصول په افغانستان کې د سولې، مدني فضا، د قانون حاکمېت او پرمختګ د راوستلو لپاره اړین شرطونه دي.

د امنیت شورا د ښځو، سولې او امنیت د اصولو لپاره د ګډ ژمنو د اعلامیې لاسلیک کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د یوه ګوند په توګه هغو نړیوالو کنوانسیونونو او د بشري حقونو تړونونو ته درناوی وکړي چې افغانستان د یوه حکومت په توګه لاسلیک کړي دي.

له دې ډلې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې لاسلیک کړی، د ښځو د سیاسي حقونو کنوانسیون چې په ۱۹۶۶ کال منل شوی او د ځورونې یا هم د نورو ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډکو کړنو او مجازاتو پر ضد کنوانسیون یادونه شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا هم د یوناما په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر مشورتي ناستې وروسته وویل چې طالبان او نړیواله ټولنه په ښځو د محدودیتونو لرې کولو په خاطر یوه مشترکي ته نه دي نږدې شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایوا

نوموړې وویل: "هغوی (طالبان) ټینګار کوي چې دا د هغوی کورنۍ مسئله ده، نو له بده مرغه موږ په متضاده دریځونو کې یوو. نړیواله ټولنه وايي چې دا 'د نجونو او ښځو موضوع' د مذاکرې وړ موضوع نه‌ده، طالبان وايي چې دا یې کورنۍ مسئله ده، موږ په متفاوت موقعیت کې یوو، خو په شدت سره په دې اړه کار کوو."

اوتونبایوا هیله ښودلې هغه هڅې چې د افغانستان دننه او بهر روانې دي، هیله یې ښودلې چې په اوږد مهال کې نتیجه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د افغانستان په اړه په ګڼو مسایلو بحثونه وشول چې ډېر تمرکز په ښځو د طالبانو په محدودیتونو او بشري ناورین وو.

که څه هم طالبان وايي چې ټولو افغانانو ته یې د اسلام په چوکاټ کې حقونه ورکړي او د رسمیت پېژندلو شرایط یې پوره کړي، خو امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنه کړه او همدا شان یې د تعامل په خاطر د لګول شویو محدودېتونو د لرې کولو او بشري حقونو ته د درناوي غوښتنې هم ترې وکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG