د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې خبرداری؛ راتلونکی کال به د ناورین او ستونزو کال وي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ار اى سى) اعلان کړی چې راروان کال کې به د اقلیم د بدلون د د وسله والو شخړو د ډېرېدو، اقتصادي فشارونو، له مجازاتو نه د معافیت د ډېرېدو او د نړیوالو ملاتړ د کمېدو له امله به په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې بشري ناورین زیات کړي.

دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ګډون د هغو ۲۰ هېوادونو نوملړ خپور کړ چې په ۲۰۲۴ کال کې د بشري ناورین د لا خرابېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د "د بېړنۍ څارنې کلني لېست" کې افغانستان یو ځل بیا د آسیا د نهو هېوادونو په منځ کې درېیم ځای کې لري.

سوډان د نوملړ په سر کې دی، ورپسې د فلسطین او جنوبي سوډان اشغال شوې سیمې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (ار اى سي) په راپور کې د د دغې کمېټې د مشر ډیویډ میلبنډ په حواله راغلي:

"دا تر ټولو بد وخت دی او دا وضعیت نه یوازې د ژغورنې نړیوالې کمېټې ستونزه ده؛ بلکې د نړۍ ستونزه ده. چې باید حل شي."

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې په نړۍ کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۳۰۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

سوډان هم له هغو هېوادونو دی چې وضعیت یې ډېر ترېنګلی ګڼل شوی
سوډان هم له هغو هېوادونو دی چې وضعیت یې ډېر ترېنګلی ګڼل شوی

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې په نړۍ کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۳۰۰ میلیونه کسانو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله یو شمېر زیانمن شویو او اړمنو کسانو ازادي راډیو ته وویل چې دوی بشري مرستو ته اړ دي، خو تر اوسه ورته د پام وړ مرستې نه دي رسېدلي.

احمد د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د نوآباد کلي اوسېدونکی دی چې د زلزلې له امله بې کوره شوی دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د ژمي په رارسېدو سرپناه او خوراکي توکو ته اړتیا لري او ادعا کوي چې مرستندویه بنسټونه ورسره همکاري نه کوي.

احمد زیاتوي:

"د زلزلې او وچکالۍ له امله بارانونه کم کېږي، اوبه نشته، خلک سرپناه، خېمو، کمپلو، خوراکي توکیو، سون توکیو او ګرمو جامو ته اړتیا لري، زه د ټول کلي او د ټولو خلکو په استازیتوب، دا وایم چې باید هڅه وشي او د خلکو ستونزو ته پاملرنه وشي."

په افغانستان کې سېلابونو هم د خلکو د ژوند په ستونزمنولو کې رول لرلی
په افغانستان کې سېلابونو هم د خلکو د ژوند په ستونزمنولو کې رول لرلی

په همدې حال کې د نیمروز ولایت یو بزګر حاجي ګل احمد نورزاد ازادي راډيو ته وویل چې د تېرو څو کلونو وچکالۍ د کرنې او حاصلاتو په برخه کې کروندګر اغېزمن کړي دي.

نورزاد وایي:

"خلک له دوه، درې کلونو راهیسې کر کوي، ټول غنم او وربشې یې وچ شوي، زمونږ خلک ترې ګټه نه شي اخیستلی، نیمروز د ځمکې لاندې اوبه نه لري، یوازې دلارام او خاشرود ولسوالۍ يې لري خو د چهابرجک، کونګ او چخانسور ولسوالۍ د ځمکې لاندې اوبه نه لري، که وي هم مالګينې وي، خوږې اوبه نه لري او د ځمکې لپاره يې نشو کارولى."

ګل احمد د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو څخه د اوبو لګولو د کانالونو د بیارغولو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۸مې غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) له ښکېلو خواوو غوښتي چې د پوهاوي پر ځای اقدام وکړي، ځکه د دغه سازمان په وینا د اقلیم د بدلون پایلې به د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغیزمن کړي.

د یوناما د اعلامیې له مخې، افغانستان د هغو لسو زیان منونکو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیم د بدلون اغېزو ته تر ټولو لږ چمتووالی لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG