د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د اقلیمي بدلون اغېزو ته اندېښنه؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جدي او عملي اقداماتو غوښتنه وکړه


د افغانستان یوه وچکالۍ ځپلې سیمه
د افغانستان یوه وچکالۍ ځپلې سیمه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یکشنبې په ورځ پر خپله X پاڼه لیکلي دي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوی خو د اغېزو په وړاندې یې تر ټولو لږ مسوولیت لري.

د اوچا په وینا، د ګلخانه يي د ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه یوازې ۰،۸ سلنه ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دي چې دوی باید د عادلانه حل لارو لپاره متحد شي او له هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنېدو په لومړۍ کرښه کې دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله ځینو زیانمنو شویو ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د ستونزو حل ته باید پاملرنه وشي.

د نیمروز ولایت یوه کروندګر ظاهر عرب ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې د پرله پسې وچکالۍ له امله له خپلو کروندو د پام وړ حاصلات نه دي راټول کړي.

عرب زیاتوي:

" څلور کاله وشول زموږ د بزګرو دا هیله نه ده پوره شوې چې د غنمو او اوربشو کښتونه او پالېزونه په ښه ډول اوبه کړي او حاصل ترې واخلي."

د افغانستان یوه وچکالۍ ځپلې سیمه
د افغانستان یوه وچکالۍ ځپلې سیمه

د نیمروز ولایت یو بل بزګر ګل احمد هم د څښاک او خپلو کروندو لپاره د اوبو له کمښته شکایت کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"خلک د څښلو اوبه په برخه کې ډېرې ستونزې لري، یونېسف یوه څاه افتتاح او سولري کړه، خو دا بسنه نه کوي. په اوونۍ کې یو یا دوه ساعته اوبه کور ته راځي. "

د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمښت ترڅنګ سېلابونه، مرګونې زلزلې او سخت طوفانونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون نورې اغېزې دي چې خلک یې سخت زیانمن کړي دي.

په هرات کې د زلزلې یوه قرباني میلاد ګل میرازي ازادي راډيو ته وویل چې کور يې نړېدلی او اوس په سړه هوا کې تر خیمې لاندې ژوند کوي.

میرازي وایي:

" زموږ ستونزه د سرپنا نه درلودل دي، دا چې ژمی را روان دی، موږ د هرات په زنده جان کې اوسېږو چې ډېره سړه سیمه ده او طوفانونه هم لري. ژر تر ژره دې موږ ته سرپناوې جوړې شي، ځکه زموږه سیمه ډېره سړه ده."

یوه سېلاب ځپلې سیمه
یوه سېلاب ځپلې سیمه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت د شمېرو له مخې تېر کال شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له امله اغېزمن شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ملا جانان سایق رسنیو ته په یوه استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي دي:

"د ترسره شویو څېړنو له مخې سږ کال په افغانستان کې د بارانونو اندازه په ډېره ټيټه کچه وه، په هغو کلونو کې چې د بارانونو اندازه ښه وه، په مرکزي سیمو کې د بارانو اوسط حد ۱۰۰ ملي متر و خو سږ کال د راپورونو له مخې له ۱۸ څخه تر ۲۴ ملي متر څخه زیات بارانونه نه دي شوي. "

په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۲۸م پړاو کنفرانس د نومبر په ۳۰مه په دوبۍ کې پیل شوی او د دسمبر تر ۱۲مې به دوام وکړي.

د راپورونو له مخې، په دغه کنفرانس کې د ۱۵۰ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی خو د طالبانو حکومت دې کنفرانس ته نه و بلل شوی، چې د طالب چارواکو له غبرګون سره هم مخ شو.

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام هم په تېره نومبر میاشت کې ویلي و چې وچکالۍ په افغانستان کې د میلیونونو کروندګرو لپاره چې د عاید بله سرچینه نه لري، یو ناورین رامنځته کړی.

XS
SM
MD
LG