د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک او غبرګونونه


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو تالار

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي پرېکړه لیک هرکلی کړی او په خپله اېکس پاڼه یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو او جاپان استازو ستایلي چې د دغه پرېکړه لیک مسوده یې چمتو کړې ده.

ښاغلي فایق په خپل اېکس پاڼه لیکلي:

"موږ د نړیوالو اصولو پر بنسټ د سولې د ټینګښت، بیا یو ځای کېدو او د افغان ښځو د ځواکمنولو په برخه کې ستاسو د ژمنو ستاینه کوو، د افغانستان د روښانه راتلونکې په جوړولو کې ستاسې هڅې اغېزمنې دي ."

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د بې پرې ارزونې په اړه د پرېکړه لیک مسوده چې د جاپان او متحده عرب اماراتو له خوا وړاندې شوې وه، تصویب کړه.

د پرېکړه لیک مسودې ته ۱۳ مثبتې او د روسیې او چین له خوا سپینې یا ممتنع رایې وکارول شوې.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمې استازي مرستیالې په یوه اعلامیه کې ویلي د امنیت شورا د مسودې هرکلی کوي، خو لارښونې باید په زغم او طالبانو سره په سلا مشورو ترسره او خبرې پرې وشي.

خو د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هید بار د روسیې د استازې په دریځ نیوکه کړې او په خپل اېکس پاڼه یې په پوښتونکي ډول لیکلي:

" ایا روسیې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو په اړه چې دوه کاله ترې محرومې دي له طالبانو سره د خبرو هڅه کړې؟"

اغلې بار په ملګرو ملتونو کې په ملګروملتونو کې د فرانسې، سویس او مالټا له استازولیو په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره مننه کړې ده خو لیکلي یې دي:

"د طالبانو له خوا د بشري حقونو سیستماتیکو سرغړونو د پای ته رسېدو په ګډون د افغان مېرمنو یو شمېر غوښتنې د امنیت شورا په پریکړه لیک کې له پامه غورځیدلي او دا د اندېښنې وړ دي."

رحمت الله نبیل : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تصویب شوی پرېکړه لیک مسوده پیاوړي او کمزوري ټکي لري.
رحمت الله نبیل : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تصویب شوی پرېکړه لیک مسوده پیاوړي او کمزوري ټکي لري.

په همدې حال کې د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت ادارې عمومي رئیس رحمت الله نبیل ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تصویب شوی پرېکړه لیک مسوده پیاوړي او کمزوري ټکي لري.

نوموړي په خپل اېکس پاڼه لیکلي، په پرېکړه لیک کې د افغانانو په اړه پر بېلابېلو مسایلو؛ په ځانګړې ډول بشري حقونو، بشر دوستانه مرستو، د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار او د امنیت او پراختیا په ګډون یو شمېر مهمو مسایلو ته ځای ورکړل شوی چې دا د افغانستان د ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې ژمنتیا څرګندوي.

خو ښاغلي نبیل په پرېکړه لیک کې د " هڅونو" او " غوښتنو" له کلیمو کار اخیستل د پرېکړه لیک کمزوري ټکي بللي او لیکلي یې دي :

"په پرېکړه لیک کې د ځانګړو پړاوونو لپاره د کوم ځانګړي مهلت په اړه څه نه دي ویل شوي چې که یو ښکېل اړخ دغو غوښتنو ته پام ونه کړي نو له کوم اقدام سره به مخ شي او دا کار کولای شي د پرېکړه لیک عملي کېدل ستونزمن کړي. "

په ورته وخت کې د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي هیله لري چې دغه پرېکړه لیک عملي شي او له مخې یې د افغان ښځو حقونه ورکړل شي.

شینکۍ کړوخیل : دا یو ښه اقدام او ښه آغاز دی د راتلونکې لپاره چې د یوې معقولې تګلارې له لارې د افغانستان اوسنيو ستونزو ته یوه حل لاره پیدا شي،
شینکۍ کړوخیل : دا یو ښه اقدام او ښه آغاز دی د راتلونکې لپاره چې د یوې معقولې تګلارې له لارې د افغانستان اوسنيو ستونزو ته یوه حل لاره پیدا شي،

د ښځو د حقونو فعالې شینکۍ کړوخیل ازادي راډيو ته وویل:

" دا یو ښه اقدام او ښه آغاز دی د راتلونکې لپاره چې د یوې معقولې تګلارې له لارې د افغانستان اوسنيو ستونزو ته یوه حل لاره پیدا شي، په دې هیله چې د امنیت شورا د غړو له خوا د افغانستان له مسلې سره په جدیت او مسولانه برخورد وشي او په دې حل لاره کې د افغانانو ونډه له نظر ونه غورځول شي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مومنه افتخاري وایي:

"په دې پرېکړه لیک کې په ډېر واضح ډول د افغان میرمنو ټولې ټولې ستونزې او غوښتنې ځای پر ځای شوي دي، هیله لرم چې دا پرېکړه لیک عملي شي، ښې پایلې ولري او یوازې د کاغذ په مخ پاتې نه شي."

خو د شنبه های ارغواني بنسټ یوې غړې معروف اروین ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې نړۍ لا هم طالبانو سره د تعامل په لټه کې ده په داسې حال کې چې په خبره یې تېرو دوه کلونو کې دغه ډله معلومه شوه چې هیڅ ډول ارزښت ته قایل نه دي.

اروین زیاتوي:

"له بده مرغه نړیواله ټولنه لا هم طالبانو ته د تعامل تر عنوان لاندې باج او فرصت ورکوي دا د طالبانو د واکمنۍ د غځیدو او د افغانانو د لا سرکوبولو په مانا ده، خو موږ باور لرو چې طالبان نه بدلیږي، او دا دوی په تېرو دوه کلونو په ثبوت ورسوله."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې دمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تصویب شوي پرېکړه لیک د مسودې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د امنیت شورا له خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې وړاندیزونه هم تایید شول.
د امنیت شورا له خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د ارزونې وړاندیزونه هم تایید شول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د پرېکړه لیک د مسودې په تصوبیدو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د بې پرې ارزونې وړاندیزونه هم تایید شول.

په دغه ارزونه کې د ډېرو نورو مسایلو تر څنګ وړاندیز شوی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د تضمین لپاره باید د ټول ګډونه حکومتولۍ د رامنځته کولو لپاره یو ملي بحث پیل شي.

په ارزونه کې دغه شان ویل شوي چې د ښځو او نجونو وضعیت؛ په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو محدودیتونه د افغانستان تر ټولو پراخه مسله ده چې طالبان یې د اسلامي عقایدو له افغاني دودونو د یوې برخې په توګه توجیه کوي؛ په داسې حال کې چې د اسلامي همکاریو د سازمان په هیڅ غړي هېواد کې ورته محدودیتونه نشته او ډیر افغانان له دغو محدودیتونو سره مخالف دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG