د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د برېتانیا د پناه اخیستو پر شرایطو برابر یو شمېر افغانان: کارونه مو هیڅ مخ ته نه دي تلي


له ارشیفه د برېتانیا د پارلمان تصویر چې سمبولیکه بڼه لري
له ارشیفه د برېتانیا د پارلمان تصویر چې سمبولیکه بڼه لري

یو شمېر افغانان چې اوس‌مهال په افغانستان کې دي او په برېتانيا کې د پناه غوښتننې کېسونه لري، ادعا کوي چې په ناوړه امنیتي شرایطو کې په پټه ژوند کوي.

د دوی له ډلې يو چې په ټکو یې افغانستان کې یې د برېتانيې له حکومت سره په پوځي او بشري برخو کې يې همکاري کړې، وايي چې د هغه د لېږد لپاره تر اوسه هيڅ نه‌دي شوي.

ده چې د امنيتي ستونزو له امله يې نه‌غوښتل نوم یې په راپور کې ياد شي، ازادي راډيو ته وويل:

"ويې ويل چې درېيم هېواد ته بايد ولاړ شئ، زه ايران ته لاړم، هغوى څو ځلې سفارت ته ايمېل وکړ چې منتظر شئ، خو موږ يې له هغه ځايه بېرته له پولې راواړولو او له ډېرو ستونزو سره مخ شو. ويې ويل بيا ولاړ شئ، زه پاکستان ته لاړم، هلته يې هم وويل چې منتظر شئ، مګر د ټولو جنجالونو په منځ کې، دوه کاله کېږي، د خوړو خوندیتوب او روغتيايي امکاناتو ته سم لاس‌رسی نه‌لرو، موږ نه‌شو کولی کار کړو. موږ په پټو ځایونو کې د بندیانو په څېر ژوند کوو، د برېتانیې له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د پناه غوښتنې دوسیو ته پام وکړي، څو ژر تر ژره له دغو ستونزو خلاص شو."

یو بل کس چې د ده په وینا پنځه کاله یې په کابل کې د برېتانیا په سفارت کې د امنیتي ساتونکي په توګه دنده ترسره کړې، وايي چې د برېتانیا د حکومت له ژمنو سره سره لا هم له دوو کلونو راهیسې دی په افغانستان کې په بې‌بر‌خليک حالت کې ژوند کوي.

نوموړي د خپل هويت د پټ ساتلو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وويل:

"څلور- پنځه کاله ما د برېتانوي ځواکونو سره د ساتونکي په توګه کار وکړ، بیا دوی موږ ته یو فورم راواستو، خو دوه‌نيم کاله کېږي چې موږ دلته بې‌برخلیک پاتې یو، نه‌پوهېږم څه وکړم، زه د برېتانيا له هېواد غواړم هرڅومره ژر چې کېږي موږ له‌دې هېواد څخه وباسي، زموږ وضعیت له هر پلوه او له امنيتي پلوه ډېر خراب دی."

ځینو برېتانوي رسنیو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د دغه هېواد پارلمان ته په یوه لیک کې ویلي چې نږدې ۷۰۰ افغانان چې برېتانیا ته د لېږد ژمنه ورسره شوې وه لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.

له‌دې ډلې څخه انډیپنډنټ ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، ډیویډ کامرون په دغه لیک کې ویلي، داسې یوه قضیه هم شته چې یو افغان، چې برېتانیا ته د لېږد ژمنه ورسره شوې وه او په پاکستان کې منتظر و، له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج شوی دی.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر، ډیویډ کامرون
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر، ډیویډ کامرون

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر د هغو افغانانو د لېږد لپاره د مرستو د بهیر څارنه کوي چې پخوا یې په کابل کې د برېتانیا له کونسلګرۍ یا د برېتانیا له سفارت سره همکاري کړې ده.

د انډيپينډنټ ورځپاڼې په راپور کې راغلي، برېتانيا په پام کې لري چې ۱۵۰۰ افغان کډوال ولېږدوي، خو د ورځپاڼې په وينا دغه افغانان په افغانستان کې دننه او يا په پاکستان او ايران کې بند پاتې دي.

د پاکستان د لنډممهالي حکومت له هغه پرېکړې وروسته چې له دغه هېواده به افغان کډوال په زوره ایستل کېږي، د برېتانیا حکومت په پام کې لرل چې د دسمبر میاشتې تر پایه له دغه هېواده د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۲۵۰ افغانان برېتانیا ته ولېږدوي.

برېتانيا تر اوسه له افغانستان څخه شاوخوا ۲۵ زره کسان دغه هېواد ته لېږدولي، چې ډېر لږ شمېر يې داسې دي چې د برېتانيا تابعيت هم لري، خو د دوی ډېری هغه کسان دي چې پخپله یا د کورنۍ غړو یې د برېتانیا اړوند ځواکونو، مؤسسو یا سازمانونو سره کار کړی دی.

د برېتانیا حکومت د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د افغانانو د لېږد او اوسېدو پروګرام پیل کړ، خو تر اوسه يې دویمه او درېیمه برخه هم نه‌ده عملي شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG