د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

ملګري ملتونه: افغانستان یو په بل پسې بشري بحران تجربه کوي


ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمن او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمن او ماشومان

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان یو په بل پسې بشري بحران تجربه کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې له وړاندې هم بشري وضعیت کړکېچن و، خو که له یوې خوا سخت ژمی روان دی، بل لوري ته بشري بحرانونه یو په بل پسې دوام لري.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې هوا په سړېدو ده او ګڼې افغان کورنۍ تودو سرپناوو ته اړتیا لري.

دغې ادارې لیکلي چې په دې ژمي کې د بدلون راوستلو لپاره د خپلې ونډې ادا کولو ته دوام ورکوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي په افغانستان کې دا مهال ۱۵ میلیونه او درې لکه کسان کافي خواړه نه لري، یا په بله اصطلاح د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو یوه مسوول ضیاءالدین صافي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، افغانستان له ګڼو بحرانونو سره لاس و ګرېوان دی.

هغه وویل: "په ټول افغانستان کې کورنیو تر بل هر وخت سخت ژمي ته لږ چمتووالی درلود، په داسې حال کې چې ټولې سرچینې یې ختمې کړې وې. افغانستان په یوه او بل پسې د بشري بحران د تجربه کولو په حال کې دی چې په ټول هېواد کې به د خلکو ژوند لا سخت کړي. هرات لا هم له هغو زلزلو زیانمن دی چې ګڼ کلي یې ویجاړ کړل، د خوړو نړیوال پروګرام د اضطراري مرستو رسولو په حال کې دی. خو دغه کورنۍ اوږدمهالو مرستو ته اړتیا لري. د دې تر څنګ هره ورځ په زرګونو هغه افغانان چې په پاکستان کې یې ژوند کاوه افغانستان ته ستنول کېږي."

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، روان میلادي کال چې نن یې څلورمه ده، دوی افغانستان ته د طبي وسایلو او واکسینونو په ګډون ۴۰ ټنه بشري مرستې لېږدولي دي.

په نیمروز کې اړمنې مېرمنې چې سوال کوي. September 07 2023
په نیمروز کې اړمنې مېرمنې چې سوال کوي. September 07 2023

ملګرو ملتونو ویلي دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د ۲۰۲۴م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به هم ۱۵ میلیونه او ۷۰۰زره افغانان کافي خواړه ونه لري.

د نیمروز د دلارام ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد اسلم همت له ازادي راډیو سره په خبرو کې بې‌کاري د روان بشري بحران یو عمده علت وباله.

هغه وویل: "ټولو ته معلومه ده چې افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په افغانستان کې دننه ټول خلک له بې‌کارۍ سره مخامخ دي او له بې‌کارۍ ځورېږي. په دغسې وضعیت کې پاکستان غواړي هغه افغان کډوال چې له څلوېښتو کلونو راهیسې هلته دېره وو، په ظالمانه ډول وباسي. له دې سره به د افغانستان اقتصاد نور هم خراب شي. افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د دې جوګه نه دی چې په دومره شمېر کډوال ومني، ځکه په افغانستان کې دننه ټول خلک له بېکارۍ ځورېږي."

د کندهار د معروف ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی ازادۍ راډیو ته ویلي، د بې‌وزلو په نامه راغلې بشري مرستې د ده په وینا اړو کسانو ته نه رسېږي.

هغه وايي: "معروف ولسوالۍ ته چې د مهاجرنیو او بېوزلو په نوم کومې مرستې راځي، مستحقو کسانو ته نه رسېږي، بلکې ماړه او واسطه والا کسان یې وړي. مسکین ته خپل حق نه دی رسېدلی."

د طالبانو حکومت وايي، په وروستیو اوونیو کې له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۸۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان د ي.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان د ي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي په تېر یوه کال کې یوازې له ایرانه څه باندې ۸۰۰زره افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو په وروستیو کې هم له پاکستان او هم ایرانه د بې اسناده افغانانو د جبري اخراج لړۍ ګړندۍ شوې او ویل شوي افغانستان ته د دغه شمېر کسانو ډله ییز ستنېدل ښايي بشري بحران لا سخت کړي.

دغه کسان چې اکثر یې د ښه ژوند او کار په لټه کډوال شوي وو، په داسې حال کې افغانستان ته ایستل کېږي، اکثره یې د سرپناه له نشتوالي او بې‌کارۍ سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG