د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

افغان فعالانو او بنسټونو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته پرانیستی لیک استولی


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په افغانستان کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زده کړې په اړه په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا د څرګندونو په غبرګون کې یو شمېر افغان فعالانو او بنسټونو، د دې سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته پرانیستی لیک استولی دی.

په دې لیک چې د شاوخوا ۱۴۰بېلابېلو فعالانو او بنسټونو لخوا لاسلیک او د جنورۍ په درېیمه نېټه استول شوی، د اتونبایوا څرګندونې 'غیر مسؤلانه' بلل شوي او هغه د نجونو په زده کړو د بندیزونو په عادي کولو تورنه شوې ده.

دا لیک یو شمېر بنسټونو، مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو، قاضیانو، مدافع وکیلانو او د تېر جمهوري حکومت د چارواکو لاسلیک کړی دی.

په دې لیک کې راغلي: "ډېری راپورونه او څېړنې ښیي چې هغه خلک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې مدرسو کې ګډون کوي افراطیت ته یې مخه کړې او اورپکي او بغاوت زده کوي."

د دې پرانیستي لیک یو تن لاسلیک کوونکې ظریفې غفاري ازادي ته وویل: "ملګري ملتونه باید د طالبانو د کړنو او فعالیتونو په ځانګړي توګه د نجونو پر وړاندې د دوی د کړنو او د افغان میرمنو د وضعیت لپاره باید واضح اقدامات ولري. دوی باید په څرګنده یو کار وکړي چې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي ځکه چې هیڅ مدرسه او بنسټ د ښوونځيو او رسمي زده کړو ځای نه شي نیولی."

ظریفه غفاري
ظریفه غفاري

په دې پرانیستي لیک کې دغه شان په افغانستان کې د عصري علومو پر اړتیا ټینګار شوی او زیاته شوې چې هیڅ هېواد نه شي کولای یواځې د دیني زده کړو له لارې پرمختګ وکړي.

له زده کړو بې برخې یو شمیر نجونې هم وايي چې دیني زده کړې هیڅکله د عصري زده کړو بدیل نه شي کېدای.

په کابل ښار کې له زده کړو بې برخې دوه نجونو بهار او ناجیې په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

بهار وویل: "ز ما په اند د دیني علومو زده کړې د افغانستان په څېر اسلامي هېواد کې ښه او نیک کار دی، خو دا هیڅکله نه شي کولای د ښوونځيو او عصري او ساینسي علومو ځای ونیسي. ځکه چې د نړۍ په اوسنيو شرایطو کې د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د یواځې دیني زده کړې بسنه نه کوي."

ناجیې وویل: "زه فکر کوم چې مدرسې د ښوونځيو بدیل نه شي ګرځېدای، ځکه ښوونځيو کې عصري علوم تدریسېږي او دیني مضامین هم لرو. په مدرسه کې بیا یواځې دیني مضامینو ته پام شوې او عصري علوم نه تدریسېږي."

دا نیوکې وروسته تر هغې کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د تېرې ډسمبر په شلمه د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په اړه د معلوماتو د ورکولو وروسته ویلي: "داسې ګنګوسې شته چې په افغانستان کې نجونې په مذهبي مدرسو کې زده کړو ته پرېښودل کېږي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا

اوتنبایووا همدارنګه ویلي وو: "طالبان په هیڅ صورت د دې مدرسو د څارنې اجازه نه ورکوي او موږ نه پوهېږو چې هلته د څه شي لوست ورکول کېږي."

د طالبانو حکومت پر افغانستان د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته د نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده کړو دروازې تړلي دي.

سره له‌دې چې نړيوالو سازمانونو په وار وارله طالبانو د دغو بنديزونو د ليرې کېدو غوښتنه کړې، خو لا هم د طالبانو حکومت پرېکړه په دې اړه نه ده بدله شوې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG