د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د طالبانو لخوا د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې تشکیل ختمول؛ تر ۵ زرو زیات کسان بې دندو شوي


له ارشیفه د افغانستان د پوهنې وزارت د لوحې تصویر
له ارشیفه د افغانستان د پوهنې وزارت د لوحې تصویر

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له تشکیل څخه په پلازمېنه او ولايتونو کې د څارنې او ارزونې څانګې له‌منځه وړي دي چې له امله يې تر ۵ زره ډېر کارکوونکي بې‌دندو شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، يادو کارکوونکو تر دې وړاندې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د پوهنې د کیفیت څارنه او ارزونه کوله.

يو شمېر هغه کارکوونکي چې د پوهنې وزارت په نظارت او ارزونې څانګه کې یې کار کاوه، ازادي راډيو ته وويل، دوی په ياده برخه کې لوړې زده‌کړې او له پوره تجربې برخمن دي، خو اوس بې‌کاره او بې‌برخليکه شوي.

د دوی له ډلې ادريس احساس وايي:

" دا چې زه بې‌برخليک کېږم، دا زما لپاره ډېره ځورونکې خبره ده، زما غوښتنه دا ده چې دولت زموږ په اړه يو تصميم ونيسي، موږ په ښوونځيو، پوهنتونو او يا نورو ښونيزو او تحصيلي ادارو کې چې د معارف په چوکاټ کې وي او موږ ته هلته اړتيا ليدل کېږي، په هغو ځايونو کې بايد موږ ځای پر ځای شو."

ښاغلي احساس دا هم وايي چې په ټول افغانستان کې زرګونه لوستي کسان په يو ځل بې‌کاره کېږي، دا د دوی لپاره يو ناورين دی.

دغه راز د نظارت او ارزونې يو غړی خيال محمد چې بې‌کاره شوی دی او اوس پر کور ناست دی وايي، د پوهنې وزارت له لوري د مسلکي پراختيا په نوم د يوې نوې ادارې جوړېدو کې دوی او د نظارت او ارزونې نورو هغو غړو ته چې وړ کسان دي د بېرته ګمارل کېدو ژمنه شوې.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"د دارلمعلمين استادان او د نظارت غړي به يو ځای کار کوي، يو شمېر کم کسان د نظارت غړي به هم دې اداره کې شامل وي، نور به بې‌کاره پاتې کېږي، د اسلامي امارت او معارف وزارت نه مو هيله ده چې دې کسانو ته هم يوه طرحه او ځايونه په نظر کې ونيول شي چې دوی هم بې‌کاره پاتې نه‌شي."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره هم د نجونو پر زده کړو د بندیز او هم نورو بدلونونو له امله د پوهنې نظام وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل کیږي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره هم د نجونو پر زده کړو د بندیز او هم نورو بدلونونو له امله د پوهنې نظام وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل کیږي

د څارنې او ارزونې تشکيل د له‌منځه وړلو او دا چې د يادو کارکوونکو برخليک به څه وي، هڅه مو وکړه په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د مسؤلينو نظر ولرو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت يو کارکوونکي چې نه‌يې غوښتل نوم او غږ يې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وويل، د نظارت او ارزونې څانګه له‌منځه وړل شوې نه‌ده، یوازې يې نوم «د مسلکي پراختيا» پر اداره اوښتی چې د نظارت او ارزونې مخکېني وړ کارکوونکي او ورسره به د ښوونکو د روزنې د عالي مؤسسو استادان په ياده اداره کې وګمارل شي.

هغه دا هم وويل، په ټول افغانستان کې د څارنې او ارزونې په څانګو کې شاوخوا ۶زره کسانو دندې درلودې.

د راپورونو پر بنسټ، د نظارت او ارزونې ډېرو کارکوونکو چې اوس یې خپلې دندې له لاسه ورکړي، د افغانستان پخواني دولتي کارکوونکي دي.

دغو کارکوونکو چې ډېرو يې په بېلابېلو څانګو کې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې کړې وې، د پوهنې په وزارت کې پر درېیمو بستونو کار کاوه.

تر دې مخکې هم د طالبانو حکومت بېلابېلې دولتي ادارې له‌منځه وړي او د پخواني حکومت زرګونه مسلکي کارکوونکي يې له دندو ګوښه کړي چې ډېری يې له بې‌کاريو ګاونډيو او بهرنيو هېوادونو ته کډوال شول.

XS
SM
MD
LG