د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د نجونو د مدرسو د زیاتوالي لپاره د طالبانو هڅې او له زده کړو د منع شویو نجونو غوښتنې


په غور کې د نجونو د یوې مدرسې تصویر
په غور کې د نجونو د یوې مدرسې تصویر

په داسې حال کې چې په ديني مدرسو کې د نجونو د زده‌کړو په اړه اندېښنې او نيوکې شته، يو شمېر طالب چارواکي وايي، دوی غواړي ديني مدرسونو ته وده ورکړي.

د طالبانو د حکومت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ کابل کې د رياض العلوم په نوم د يوې ديني مدرسې څخه د زده‌کوونکو فراغت غونډه کې ويلي، دوی غواړي پر ديني مدرسونه ډېر لګښت وکړي.

ښاغلي حنفي ویلي:

" امارت اسلامي چې کوم امکانات لري، د مدرسو د پیاوړتیا، د اسلامي علوم د پرمختګ مدرسو د پرمختګ او د ټولنې د سمون لپاره ټول پر کار اچوي او مصرفوي يې."

دا څرګندونې داسې مهال دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې او بیا په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دوی داسې معلومات ترلاسه کړي چې نجونې په دیني مدرسو کې زده کړې کولای شي.

هغې دا هم ویلي وو، تر اوسه څرګنده نه ده چې په يادو ښوونځيو کې د معاصرو مضامينو د تدريس لپاره معياري نصاب شته که نه.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله، هیدربار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله، هیدربار

تر هغې ورسته بیا تېره ورځ د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدربار ویلي وو، د افغان نجونو لپاره مدرسې په هیڅ ډول د ښوونځيو پر ځای د منلو نه دي.

له دې څرکندونو مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي وو چې په مدرسو کې د نجونو لپاره د عمر محدودیت نشته او د هر عمر نجونې په مدرسو کې زده کړې کولی شي.

خو د دې ترڅنګ یو شمېر طالب چارواکو له دې ډلې د دوی د حکومت د ملي دفاع او بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیرانو ملا محمد یقوب مجاهد او امیرخان متقي پرون په دوو جلا-جلا غونډو کې د دیني او عصري زده کړو دواړو په اهمیت ټینګار کړی دی.

هم‌مهاله، هغه نجونې چې ښوونځيو او پوهنتونو ته له تګ راګرځول شوي دې هم وايي، ديني زده‌کړې پر خپل ځای مهمې دي، خو د نجونو لپاره عصري زده‌کړې کول هم يوه جدي اړتيا ده.

زلفا چې د دايکنډي ولايت اوسېدونکې او د يوولسم ټولګې زده‌کوونکي ده ازادي راډيو ته يې وويل:

"کله چې نجونې ديني زده‌کړي کوي، ورسره بايد ۱۰۰٪ عصري زده‌کړي هم ولري، ځکه چې عصري زده‌کړې مهمې دي. نورو هېوادونو کې ښځې ډاکټرې، انجينرې، اقتصادي کارپوهانې دي، خو افغانستان کې حتی نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته نه‌شي تللی.”

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې

دغه شان سويتا چې کابل کې د هېواد خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د شپږم سمېستر محصله ده او له تېر يو کال راهيسې له پوهنتون راګرځول شوې وايي:

”د يوې ټولنې او حتی اسلامي ټولنې لپاره هم يوازې دا بسنه نه‌کوي چې يوه مېرمن دې فقط اسلامي زده‌کړې ولري، بلکې د دې ترڅنګ بايد له هغو علومو او فنونو څخه برخمنه وي چې په اوسني عصر کې ترې ګټه اخيستل کېږي.”

د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پيل سره هم‌مهاله نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او دغه شان له يو کال څخه ډېره موده وشوه چې پوهنتونونو ته له تګ راګرځول شوې دي.

سره له‌دې چې نړيوالو سازمانونو بيا- بيا له طالبانو د دغو بنديزونو د ليرې کېدو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د حکومت لا خوا لا هم پر نجونو د زده‌کړو محدوديت دوام لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG