د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

طالبان: د هر عمر نجونې په دیني مدرسو کې د زده کړې اجازه لري


په کابل کې د طالبانو یوه مدرسه چې اوسمهال په کې نجونې دیني زده کړې کوي.
په کابل کې د طالبانو یوه مدرسه چې اوسمهال په کې نجونې دیني زده کړې کوي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي چې د افغانستان په دیني مدرسو کې د هر عمر نجونې زده کړې کولای شي.

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دیني مدرسو کې د نجونو د زده کړو د څرنګوالي په اړه د ملګرو ملتونو د نه لاسرسي په اړه د دغه سازمان تر اندېښنو وروسته د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي چې په دغو مدرسو کې د هر عمر نجونې زده کړې کولای شي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د ویاند منصور احمد له قوله لیکلي چې د طالبانو تر واک لاندې مدرسو کې د نجونو لپاره د عمر محدودیت نه شته.

د هغه په وينا، يوازېنى شرط دا دى چې د مدرسو په ټولګيو کې د نجونو شاملېدل د هغوى د عمر له مخې تنظيم شي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړې چې: "که د نجونو عمر د مدرسو له ټولګي سره سمون و نه خوري او د ډېر زیات عمر وي، اجازه نه ورکول کېږي، مدرسې هم د ښوونځيو په شان اصول لري. په لومړنیو ټولګیو کې د ډېر عمر لرونکو نجونو شتون منع دی. د هغه په وینا، خصوصي مدرسې د عمر محدودیت نه لري او د بالغو مېرمنو په ګډون د هر عمر مېرمنې کولی شي په دې مدرسو کې زده کړې وکړي."

تر دې یوه ورځ مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې او بیا په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دوی داسې معلومات ترلاسه کړي چې نجونې په دیني مدرسو کې زده کړې کولای شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا

خو هغې زياته کړه چې تراوسه څرګنده نه ده چې په يادو ښوونځيو کې د معاصرو مضامينو د تدريس لپاره معياري نصاب شته که نه.

د ملګرو ملتونو يادې چارواکې دا هم ویلي، دا نه ده څرګنده چې په څومره شمېر نجونې به وکولای شي په دیني مدرسو کې زده کړې وکړي.

خو يو شمېر هغه نحونې زده کوونکې چې د طالبانو د حکومت له خوا په ښوونځيو کې له زده کړو راګرمول شوي دي وايي چې اوس مدرسو ته ځي.

مروه چې ١٦ کلنه ده او د رابعه بخلي لېسې زده کوونکې وه، ازادي راډيو ته وويل: "ښوونځي او مدرسې د يو بل مخې ته ايښودل په بشپړه توګه نامناسب کار دی، دا د دې لامل ګرځي چې خلک د دواړو ترمنځ فرق وکړي او په تضاد کې واقع شي، ښوونځي په خپل چوکاټ کې د منلو وړ دي او مدرسې چې ديني زدکړې په کې کېږي په خپل ځای ارزښت لري، خو اوس چې ښوونځي تړل شوي او مدرسې خلاصې دي، کولى شو چې د زده کړو لپاره مدرسې ته لاړ شو. په ورته وخت کې د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځی ډېر اړین دی او موږ دواړه د اسلامي احکامو له مخې ورته اړتيا لرو."

په افغانستان کې د یو شمېر دیني مدرسو مسوولان وايي، دوی په خپلواکه توګه عمل نه شي کولای او د طالبانو له خوا په مدرسو کې د تدریس په برخه کې لاسوهنې او محدودیتونه موجود دي.

په کابل کې د یوې دیني مدرسې مسووله، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له راتګ وروسته په دې خاطر چې دوی د ښوونځي د جوړولو اجازه نه درلوده، نو دوی مدرسه جوړ کړه چې په کې له سلو څخه زیاتو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.

هغه وایي: "موږ فکر وکړ چې مدرسه جوړه کړو تر څو لږ تر لږه د تعلیم یوه برخه وساتو چې تعلیمي بهیر بیخي له منځه لاړ نه شي، له همدې امله مو یوه مدرسه جوړه کړه چې له پنځو څخه تر ۲۰ کلنو پورې زده کوونکې، حتی د ډیر عمر لرونکې ښځې هم له موږ سره زده کړې کوي. خو زه باید ووایم چې په ټولیزه توګه ستونزې نه دي حل شوي دي ځکه چې په کې لاسوهنه موجوده ده دوی یو لړ محدودیتونه وضع کوي."

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰زره مدرسې شته چې له دې ډلې ۱۳،۵۰۰ یې د طالبانو د حکومت په واک کې دي.

نوموړي په دې اړه جزیيات ورنه کړل چې په دغو مدرسو کې يې څومره د نجونو لپاره دي او په کوم شمېر نجونې په کې زده کړې کوي.

خو ايا مدرسې د نجونو لپاره د ښوونځي بديل کېدی شي؟

د پوهنې فعالې او خبریالې مرضیه حفيظي ازادي راډيو ته وویل چې افغان ځوان نسل په بېلابېلو برخو کې عصري علومو ته اړتیا لري.

هغې وویل: "موږ هېڅکله د دين او د ديني زده کړو په اړه منفي نظر نه درلود، خو له بده مرغه همدا مدرسې د دې لامل شوى چې افغانستان په ډېرو چارو کې وروسته پاتې شي کار ونه شي او پر ځای ځای وژلو ته پام وشي، کاشکې هغه څه چې خداى او قرآن ويلي هغه تدريس شي، څوک چې ورغلي هلته سخت دریځي روزل شوي دي."

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته په ښځو او نجونو باندې د نورو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو ترڅنګ، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ هم را وګرځولې.

که څه هم طالبانو تل ویلي چې د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي او د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د اسلامي شریعت له مخې یوه کړنلارې باندې کار کوي، خو له دوو کلونو په تېرېدلو سره لا هم په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

په همدې حال کې طالبانو د تېر کال په ډسمبر مياشت کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG