د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

سعودي ته د ټام ویسټ سفر او د افغانستان په اړه خبرې اترې


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د سیمي هېوادونو ته د سفر په لړ کې تازه سعودي عربستان ته رسېدلی او د هغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې په ریاض کې یې د سعودي د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر په ګډون له یو شمېر نورو سعودي چارواکو سره په افغانستان کې د امنیت، بشري حقونو او بشري مرستو په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي ویسټ په یو بل بیان کې چې تېره ورځ ناوخته د هغه پر ایکس پاڼه خپور شوی ویلي چې د سعودي په پلازمېنه ریاض کې یې د اسلامي همکاریو د سازمان له مشرانو سره هم کتلي او د افغانستان پر بشري او ا قتصادي وضعیت یې ورسره خبري کړي دي.

ویسټ لیکلي چې په دې کتنه کې دغه شان د افغان کډوالو او افغان نجونو او ښځو د حقونو په تړاو هم خبرې وشوې.

ده د اسلامي همکارۍ له سازمان څخه د دې لپاره مننه کړې ده چې د افغانانو ملاتړ یې کړی دی.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ټام ویسټ د روانې ډیسمبر میاشتې په پنځمه د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د سیمې هیوادونو ته په لس ورځني سفر وتلی.

نوموړي د دې سفر په لړ کې تر دې دمه د افغانستان په اړه له پاکستاني، قطري، اماراتي او سعودي چارواکو سره کتلي او د افغانستان په بیلابیلو مسایلو په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ورسره خبرې کړي دي.

سبا جمعه د سیمې هېوادونو ته د ټام ویسټ لس ورځنی سفر پای ته رسېږي.

د افغان نجونو او ښځو وضعیت د امریکایي استازي د سفرونو له اصلي بحثونو دی
د افغان نجونو او ښځو وضعیت د امریکایي استازي د سفرونو له اصلي بحثونو دی

پوښتنه داده چې د افغانستان په اړه د ښاغلي ویست دغه ډول سفرونه څومره ګټور دي او څومره مثبتې پایلې به ولري.؟

د ښځو د حقونو فعالې مولوده توانا په دې اړه وایي:

" زه فکر نه کوم چې دغه ډول ناستې د افغان مېرمنو په درد دوا شي یوازې دا چې په نړیوالو ستیجونو کې نمایش وشي چې موږ د افغان میرمنو د ستونزو په فکر کې یو، په داسې حال کې چې داسې نه ده، که دغه ډول ناستو پایلې درلودای، موږ به په تېرو دوه کلونو کې د ښځو په وړاندې د وضعیت د خرابیدو شاهدان نه وو."

خو د ښځو د حقونو بله فعاله نظیفه حقپال بیا د دغه ډول ناستو په اړه مثبت نظر لري او فکر کوي چې په اوږد مهالي کې د افغانانو لپاره مثبتې پایلې لرلی شي.

اغلې حقپال ازادي راډيو ته وویل:

" دا سفرونه او ناستې ځکه اهمیت لري چې ملګري ملتونه او افغانان هیله لري چې یو بین الافغاني مذاکرات شروع شي او په دې مذاکراتو کې دغه مسایل وڅېړل شي، بحثونه پرې وشي او یوه پایله ترلاسه شي نو، کومه ارزیابي چې له سیمي توماس ویست لري دا به په دې برخه کې د امریکا له ارزیابۍ سره مرسته وکړي."

طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د ښځو په زده کړو عمومي بندیز لګولی
طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د ښځو په زده کړو عمومي بندیز لګولی

طالبانو پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د ښځو په زده کړو عمومي بندیز لګولی او په ځینو دولتي او ټولو نادولتي موسساتو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.

که څه هم په تېرو دوه کلونو کې د طالبانو حکومت د محدودیتونو پر وړاندې مېرمنو ګڼ اعتراضونه کړي او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې د دوی دا کړنې نقدی کړي دي، خو د طالبانو حکومت لا هم خپلې پرېکړې بېرته نه دي اخیستي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو او نجونو حقونه تامین کړي دي، خو د دوی دا ادعا د ښځو د حقونو فعالانو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو ته د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG