د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو یوځل بیا د افغان ښځو پر زده کړو بندیز وغانده


توماس وست نماینده ویژه امریکا برای افغانستان
توماس وست نماینده ویژه امریکا برای افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو یوځل بیا د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز غندلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د تړلو د پرېکړې د یو کال د پوره کېدو په غبرګون کې یوځل بیا د طالبانو لخوا د زده کړو بندیزونه غندلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي او په یوه باثباته سیمه کې د دوی د ګټو لپاره باید په هره کچه زده کړو ته د ښځو لاسرسي ته لومړیتوب ورکړ شي.

وېسټ د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۰مه ناوخته په خپل ایکسپاڼه لیکلي، یو کال وړاندې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو پر حضور د ده په ټکو د "نه دفاع وړ" بندیز اعلان کړ.

هغه لیکلي چې له افغانانو سره د خبرو پر مهال یې دا درک کړی چې دا هېواد د راتلونکي لپاره د ښځينه ډاکترانو، انجنيرانو، سوداګرو مشرانو او روزونکو نسل ته اړتيا لري چې وده وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ټینګار وکړ چې د ښځو د زده کړو پر وړاندې تګلارې له افغاني کلتور نه، بلکې د هغې په خبره د طالبانو له ایډیالوژۍ څخه اخیستل شوي دي.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

امیري زیاته کړه چې هر څوک باید د افغان ولس په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي، ځکه د هغې په خبره ښځې د دې سیاستونو پر وړاندې د مقابلې غوښتنه لري.

هغې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې یو کال وړاندې طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو پر حضور له بندیز سره د هېواد نیمایي نفوس له خپلو خوبونو، ټول هېواد یې له اقتصادي ثبات او راتلونکی نسل يې یوې هیله منې راتلونکي په لور د تګ څخه بې برخې کړ .

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه د طالبانو حکومت د یوه فرمان په صادرولو په افغانستان کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او تر دې مخکې یې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې هم ښوونځیو ته له تلو منع کړې وې.

په کابل کې له لوړو زده کړو بې برخې زده کوونکې ناجیې حیدري له ازادي راډیو سره یې په دې اړه خپله غوښتنه مطرح کړه.

هغې وویل: "یوه باسواده مېرمن کولای شي د ټولنې د پرمختګ لامل وګرځي او د اسلام سپېڅلي دین هم د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړې. په دې برخه کې له لوړپوړو چارواکو څخه مې غوښتنه دا ده چې یو اقدام وکړي څو نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون پخوانۍ استاده پوهنواله راحله حميدزۍ چې پر تدریس يې بنديز لګول شوى، وايي چې پر زده کړو د بنديز دوام له هېواده د استعدادونو د وتلو او د افغان نجونو او ښځو د رواني ستونزو د زياتېدو لامل کېږي.

نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز دې لرې کړي.

هغې وویل: "موږ دا هیله کوو چې لطفاً لطفاً پریږدئ چې نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي. موږ په کور ناستې یوو، یوازې خدای پوهېږي چې څومره رنځ وړو. ټول عمر مو په زده کړو تېر کړ. د دوکتورا تر کچې مې زده کړې وکړې. د دې لپاره مې زده کړې نه دي کړي چې په کور کې کېنم، دې لپاره مې زده کړې وکړې چې دې هېواد او بچيانو ته یې خدمت وکړم."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې. Kabul on December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې. Kabul on December 21, 2022

د طالبانو حکومت په خپلې تېرې دوه کلنې واکمنۍ کې د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو نیوکو ته ځواب نه دی ویلی او تل یې ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو حقونه د افغانستان یوه داخلی مسئله ده او په دې هېواد کې ښځو او نجونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکول کېږي.

خو په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د اسلامي همکاریو د سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍ باید په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو د زمینې تر برابرولو پورې صبر وکړي.

راپور - ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG