د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

"د طالبانو فعالیتونه باید تل تر څارنې لاندې وي"


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د ماډرن ډیپلوماسۍ مجلې په خپلې وروستۍ ګڼې کې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی:د امریکا له حضور وروسته پر طالبانو د اګاهانه څار اهمیت.

مجله لیکي، د طالبانو د فعالیتونو په اړه پخوانیو تجربو ته په پام دا مهمه ده چې هغوی تل تر څارنې لاندې وي.

د مجلې په وینا. په شلمه پیړۍ کې د طالبانو واکمنۍ یو داسې تصویر وړاندې کړ چې اسلامي قوانینو ته جدي پابندي او د افراطي نظریاتو ملاتړ یې ښوده او هغه مهال یې افغانستان د القاعده په شمول د نړۍ د ترهګرو سازمانونو په پټنځای بدل کړ.

د دې لیکنې په یوه بله برخه کې راغلي، افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ سره په سیمه کې ثبات او افغانستان کې بشري حقونو له ګواښ سره مخ شول او د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران د کډوالو د نوې څپې د ورماتیدو په اړه اندیښنه درلوده.

مجله د امنیت او ثبات په برخه کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او د داعش د خراسان څانګې د وسلوالو موجودیت ته اشاره کوي او ادعا کوي چې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو لپاره خونديتوب د دې سبب شوی چې هغوی په پاکستان کې بریدونو ته زور ورکړي.

طالب چارواکو بیا تل ټینګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

د طالبانو حکومت همدارنګه وايي چې د داعش د وسلوالو پر ضد یې هم افغانستان کې زپونکي اقدامات کړي دي.

خو د ماډرن ډیپلوماسۍ خپرونه وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته رامنځ ته شوې خلا ددې سبب شوې چې د پاکستاني طالبانو تحریک بیا منسجم شي، سرچینو او نظامي وسایلو ته یې لاسرسی اسانه شي او په پاکستان کې بې ثباتي زیاته کړي.

له ترکیې خپریدونکي صباح ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ترکي ژبې او ادبیاتو د ډیپارټمینټ د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د دې ډیپارټمنیت پرانیسته د سه شنبې په ورځ په بلخ کې د ترکیې د کونسل له خوا وشوه او د راتلونکې کال تر مارچ میاشتې پورې به رسما خپل خپل کارونه پیل کړي.

ورځپاڼه وايي، لومړي پړاو کې شا او خوا ۵۰ محصلانو په دې ډیپارټیمڼت کې د زده کړو لپاره نوم لیکنه کړې.

د صباح ورځپاڼې په وینا، د ترکي ژبې او ادبیاتو دا ډیپارټمینټ به د بلخ د پوهنتون او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ د ادارې ترمنځ اړیکې پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو د بندیز یو کال پوره شو، خو طالبانو له څه باندې دوه نیم کلنې واکمنۍ وروسته هم تر اوسه د نجونو پر مخ د عصري زده کړو دروازې نه دي پرانیستي.

XS
SM
MD
LG