د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

عباس ستانکزی: ښځې د اميرالمؤمنين او ولسمشرۍ پرته، ان د صدراعظمۍ حق لري


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته سلګونه زره ښځې او نجونې له زده کړو او کار کولو راګرځول شوې دي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، ښځې کولای شي د خپلو وړتیاوو پر بنسټ د اسلامي شريعت له مخې، له اميرالمؤمنين یا جمهور رییس کېدلو پرته، په هر دولتي پوست کې، ان د لومړۍ وزيرې په توګه کار کولای شي.

نوموړي د ارزو په نوم له یوه خصوصي ټلویزیون سره په خپله مرکه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه، دا هم وویل چې زده کړې پر ښځو او نارینه وو فرض دي او په دې برخه کې مساوي حقونه لري.

دا به داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام ځنې مسلکي او د کافي تجربې لرونکې مېرمنې وايي، د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو وروسته په کورونو کینول شوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

۲۴ کلنه سحر وايي، په اوه کلنۍ کې يې په رسنيو کې کار پيل کړ او د خپلو وړتياوو پر بنسټ يې د شهيدانو او معلولينو وزارت په مطبوعاتي څانګه کې دنده تر سره کوله، خو کله چې طالبان بياځلي پر افغانستان واکمن شول په کور کېنول شوه.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"ما شاوخوا دوه کاله د شهیدانو او معلولینو وزارت د مطبوعاتو په څانګه کې کار کړی، په دې دوو کلونو کې مې د کمرې په څانګه او د راپور ورکولو په څانګه کې اړين مهارتونه زده کړل او لازمه همکاري مې ورسره کړې ده. ما د خپلې لس کسيزې کورنۍ سرپرستي او ملاتړ کاوه د طالبانو په راتګ سره مې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس موږ په بد اقتصادي وضعیت کې یو."

يوه بله مېرمن چې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي چې د ازادې سيالۍ له لارې و توانېده چې په يوه دولتي بست کې دنده ترلاسه کړي، نوموړې هم چې د کور يوازينۍ ډوډۍ ګټونکې ده ازادي راډيو ته یې وويل:

"ما د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه ورکړه او بريالۍ شوم او لس کاله مې خدمت وکړ، وروسته حکومت سقوط وکړ، موږ له سقوط دوه ورځې وروسته کار ته لاړو، هغوی راته وویل چې ولې راغلٸ، ویې ویل چې موږ له یوې ښځې دفتري کارونو کې ګټه نه شو اخیستلی، یوه ښځه باید په کور کې وي."

ښځو د طالبانو د بندیزونو خلاف تل لاریونونه او اعتراضونه کړي
ښځو د طالبانو د بندیزونو خلاف تل لاریونونه او اعتراضونه کړي

زینب چې د معارف په دولتي ټلویزیون کې یې هم څو کاله کار کړی، ادعا کوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له دندې ګوښه شوه او پر ځای یې یو نارینه وګومارل شو.

هغه زیاتوي:

"ما کاري تجربه درلوده، په خپلې دندې باندې ښه مسلطه وم، خو له بده مرغه چې بیا مې خپله دنده له لاسه ورکړه، او اوس بل کار نه لرم چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم ، طالبانو د ازادۍ حق، د زده کړو حق، او له ښځو څخه د کار کولو حق واخيست."

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له دوو کلونو څخه په زیاته موده کې د څو محدودو دولتي دفترونو پرته په ټولو دفترونو کې ښځې او نجونې له کار کولو او دغه شان له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو راګرځولي دي.

پر دې سربېره دغه مېرمنې له هر ډول ټولنيزو، سياسي او فرهنګي فعاليتونو، له محرم پرته له لرې واټن سفر کولو، تفريحي پارکونو او لوبغالو ته له تګ هم منع شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دغه بندیزونه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي، خو د طالبانو حکومت په دې تړاو خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG