د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د طالب وزیر ادعا؛ له جمهوري نظام څخه موږ ډېرې ښځینه روغتیاپالانې ګومارلي


قلندر عباد، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست
قلندر عباد، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو له امله د طالبانو په حکومت سختې نیوکې کيږي، د دوی د حکومت د روغتیا وزارت سرپرست ادعا کوي چې اوسمهال د تېر نظام په پرتله د روغتیا په برخه کې ډېرې مېرمنې په کار بوختې دي.

قلندر عباد مالیزیا هېواد ته د سفر پر مهال د پنجشنبې په ورځ، د دې هېواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې دا مهال د روغتیا په برخه کې ۱۵۰ زره میرمنې دندې ترسره کوي.

د نوموړي د مرکې یوه برخه چې د مالیزیا د رسنۍ، استرو اواني (ASTRO AWANI) پر یوټیوب پاڼه خپره شوې ویل شوي:

"په تیرو دوو کلونو کې ښځې په نسبي توګه خوندي دي. او که زه د هغو مېرمنو شمېر شریک کړم چې د روغتیا په برخه کې ونډه لري، ۱۵۰ زره مېرمنې د روغتیا په برخه کې کار کوي. دا ډېر لوی شمېر دی، تاسو به هیڅکله دا شمېر په پخوانۍ اداره کې ونه ګورئ. ځکه چې ډېرې مېرمنې په مختلفو سیمو کې چې تجربه لري موږ دوی ته په روغتیایی مرکز کې کار ورکوو."

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت سرپرست، دغه شان ادعا کړې چې په تېر جمهوري نظام کې د روغتیايي خدمتونو پوښښ ۳۰ سلنه و او دا مهال د دوی په حکومت کې ۱۰۰ سلنه دی.

زادي راډیو په خپلواکه توګه دا شمېرې نه شي تاییدولی.

ومو غوښتل د ښاغلی عباد د ادعاوو په اړه د تیر جمهوري نظام د روغتیا د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وپوښتو، خو بریالي نه شوو.

تېره ورځ د افغانستان د نسايي او ولادي متخصصینو د ټولنې مشرې نجم السما شفاجو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې ډېری ښځینه ډاکټرانې له هېواده وتلي چې ورسره د میندو لپاره روغتیایي خدمتونه کم شوي.

د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک د ښځینه روغتیاپالو له نشتوالي شکایت کوي
د افغانستان په ډېرو سیمو کې خلک د ښځینه روغتیاپالو له نشتوالي شکایت کوي

په ورته وخت کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسیدونکي ازادي راډیو سره په خبرو کې په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو او ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي.

د کابل ولایت، د ده سبز ولسوالۍ د کټه خېل کلي اوسیدونکې، شبانه وايي چې د یادې ولسوالې په ډيری کلیو کې کلینیکونه او ښځينه ډاکټرانې نشته.

هغه زیاتوي:

" په دې کلیو کې په یو کې هم د ښځو لپاره کلینیک نشته او ډېرو ستونزو سره مخ دي. صحي کارکوونکي هم نشته خو ځينې کلیو کې یو- یو کس ته پوهاوی ورکړل شوی دی، د خلکو فشار لیدی شي، ځينې درمل ورکولی شي او پټۍ اېښودی شي. خو نور داسې صحي کارکوونکي په ځانګړي توګه ښځې خو بیخي نشته دي."

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی، لطف الله هم وايي په یادې ولسوالۍ کې یواځې دوه قابلې دي چې ډېر امکانات هم نه لري.

هغه زیاتوي:

" په ټول ارغنداب ولسوالۍ کې دوه قابلې دي، ډيره لویه ولسوالۍ ده. هغه هم شخصي دي. یو عادي مریض هم که وي، دوی ترې ډيرې پیسې اخلي. طبي امکانات نشته لکه التراسوند نشته او نور طبي امکانات نه لري. ولسوالۍ له ولایت څخه هم لیرې ده. شاوخوا دوه- درې ساعته خامه لار ده."

د روان کال د سپټمبر په ۲۰مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په یو راپور کې ویلي وو چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې د ښځنیه ډاکترانو او روغتیايي امکاناتو کمښت روغتیايي خدمتونو ته د میندو او ماشومانو لاسرسی محدود کړی دی.

اوچا دغه شان ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته د دغه هېواد روغتیايي سیستم تقریباً له منځه تللی دی.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG