د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د امنیت شورا پر پرېکړه لیک اعتراض؛ د طالبانو حکومت: موږ سره پکې مشوره نه ده شوې


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې اوس د طالبانو په کنټرول کې دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې اوس د طالبانو په کنټرول کې دی

د طالبانو حکومت د ملگرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا د افغانستان په تړاو نوي تصویب شوي پرېکړه‌لیک ته ناخوښي ښودلې او ویلي، امنیت شورا د خپلو دوو دایمي غړو"چین او روسیې" له‌خوا د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې په تړاو د وخت او وضاحت غوښتنې او له دوی سره له مشورې پرته دا پرېکړه‌لیک تصویب کړ.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د چین او روسیې له ممتنع رایو پرته، ۲۷۲۱ شمېره پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په کې د ښځو مشارکت، د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو د حقونو ساتنه، د افغانستان لپاره د یوه نوي استازلي ټاکل او د یوې لارې نقشې جوړېدل وړاندیز شوي دي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته یې خپره کړې د یوناما په شتون کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه غیر ضروري چاره ګڼل شوې.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته نور بېلابېل غبرګونونه هم ښودل شوي
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ته نور بېلابېل غبرګونونه هم ښودل شوي

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې " ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نږدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه‌ده اواره کړې؛ بلکې د پردیو نسخو د تحمیل له لارې يې وضعیت لا کړکېچن کړی دی. "

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د ملگرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک کې د ذکر شویو مثبتو هڅو د هرکلي خبره کړې، خو دا یې هم ویلي چې د دوی کړنلاره به د افغانستان د خلکو د نه بدلیدونکو دیني عقایدو، کلتوري ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د افغانانو د ملي ګټو خبره کوي چې له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي، د ښځو په کار یې بندیز لګولی او ترڅنګ یې پر دوی تور دی چې د یوه ټول‌شموله حکومت جوړېدو پر ځای یې یوازې د خپلې ډلې کسان په ټولو دولتي ادارو کې ګمارلي دي.

د طالبانو حکومت په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د افغانستان اړوند هر ډول پرېکړو کې موجود واقعیتونه په نظر کې ولري او فیصلې یې د کوم لورې تر اغېز لاندي را نه‌شي.

یعقوب مجاهد: امنیت شورا د افغانستان په اړه، د کاذبو اطلاعاتو ښکار شوې ده.
یعقوب مجاهد: امنیت شورا د افغانستان په اړه، د کاذبو اطلاعاتو ښکار شوې ده.

هاخوا نن د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې ادعا وکړه چې ملګري ملتونه په ځانګړي ډول امنیت شورا د افغانستان په اړه د ده له قوله، د کاذبو اطلاعاتو ښکار شوې ده.

هغه زیاته کړه:

"متاسفانه؛ ملګري ملتونه او په خاصه توګه امنیت شورا د دې کاذبو اطلاعاتو ښکار شوې ده. د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان په اړه په داسې کاذبو راپورونو باور و نه کړي. زموږ د تفاهم لارې د هر چا پر مخ خلاصې دي. کولای شي چې د هر ډول تشویش په اړه ځان مطمین کړي. "

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې بیا د امنیت شورا د پرېکړه لیک هرکلی کړی
د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې بیا د امنیت شورا د پرېکړه لیک هرکلی کړی

خو د طالبانو یوې مخالفې ډلې د مقاومت ملي جبهې نن یوه خپره کړې اعلامیه کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه‌لیک هرکلی کړی او وايي، امنیت شورا او نړۍ باید ډېر وخت د طالبانو سیاسي، مدني او نظامي مخالفانو نظریاتو او لارښوونو ته ورکړي.

د مقاومت ملي جبهې د طالبانو بر خلاف افغانستان ته د ملگرو ملتونو د نوي استازي د ټاکل کېدو له وړاندیز هم هرکلی کړی دی.

د ملگرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د افغانستان د وضعیت د سمون لپاره نوی پرېکړه‌لیک تصویبوي چې لا د طالبانو حکومت په افغانستان کې دننه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب او د ټول شموله حکومت جوړېدو لپاره مطرح شویو وړاندیزونو ته هیڅ ډول پاملرنه نه‌ده کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG