د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

اوچا: افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی


ارشیف: په ارزګان کې د وچکالۍ له کبله خلک د ابو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
ارشیف: په ارزګان کې د وچکالۍ له کبله خلک د ابو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د وچکالۍ په دوام اندېښنه ښيي او وايي، دا هېواد د درېیم پرله‌پسې کال لپاره وچکالۍ سره مخ دی.

هغه وچکالي چې اوچا د تېرو ۳۰ کلونو په پرتله تر ټولو سخته بللې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر پرون په دې اړه خپاره کړي راپور کې روانه وچکالي د تودوخي د لوړوالي او اقلیمي بدلون پایله بللې ده.

د اوچا له قوله، د افغانستان د نورو سیمو په پرتله یوازې په هلمند کې د تودوخي درجه ۲،۴ سلنه پورته تللې، خو په راپور کې په منځنۍ کچه په ټول افغانستان کې د تودوخي د پورته کېدو درجه ۱،۸ ښودل شوې ده.

ارشیف: په کابل کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی هم ستونزمن شوی. خلک له لرو سیمو خپلو ځانونو ته اوبه وړي.
ارشیف: په کابل کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی هم ستونزمن شوی. خلک له لرو سیمو خپلو ځانونو ته اوبه وړي.

دې سازمان ویلي، د اقلیمي بدلون له امله د دې هېواد کرنه، اوبه، روغتیا، اقتصاد، معیشت، ایکوسیستم او ځنګلونه هم اغېزمن شوي دي.

په راپور کې یادونه شوې چې د اقلیمي بدلون تر ټولو ستر اغېز په کرنیز سکتور کړی او د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۳۰ ولایتونو کې د اوبو کیفیت هم سخت ننګولی دی.

د اوچا له قوله، د اوبو همدې کموالي د افغانستان په شمال، لوېدیځ او جنوبي سیمو کې له ۷۵ سلنې زیاتې هغه کرنیزې ځمکې چې په دښتو کې ابادې وې اغېزمنې کړي او ترڅنګ یې د زعفرانو کښت هم له خطر سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې په ټوله کې د افغانستان وضعیت کړکېچن بللی او لیکي، د دې هېواد ۲۱ میلیونه وګړي پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسي نه‌لري.

اوچا تېره میاشت په یوه راپور کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر هم ۲۹،۲ میلیونه تنه ښودلی و.

اوسمهال د افغانستان اقتصاد چې لویه برخه یې په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی، د وچکالۍ له امله د بدو پایلو انتظار باسي، هغه څه چې د دې هېواد د وګړو په خوراکي خوندیتوب هم ژور اغېز لري.

په همدې حال کې یو شمېر کروندګر او مالداران وايي، وچکالۍ سخت ځپلي او مجبور شوي چې کروندې و نه کري او څاروي یې هم یا له منځه تللي یا یې پلورلي دي.

ارشیف: د افغانستان جنوب کې وچکالۍ غنم د وچېدو ګواښ سره مخ کړي دي.
ارشیف: د افغانستان جنوب کې وچکالۍ غنم د وچېدو ګواښ سره مخ کړي دي.

د فراه اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي، وړاندې یې له سل سرو ډېر څاروي درولودل، خو اوس یې شمېر ۲۰ ته راښکته شوی.

هغه وویل: "د ښتې وچې دي، وچکالي دي، په دښتو کې هیڅ هم نه‌شته. پخوا به دښتو کې اوبه او واښه وو، اوس هیڅ هم‌ نه‌شته. موږ اوس ډېر سخت حال کې یوو."

د ارزګان اوسېدونکی کمال‌الدین بیا وايي، اورښتونه ونه شول او د اوبو د کمي له امله نه‌شي کولای ډېر کښت وکړي.

هغه وویل: "اوس زه څنګه وکړم چې اوبه نه‌شته او د برمې وس زه نه‌لرم. په دښتو کې ځمکه لرم، ټوله همداسې پرته ده. لس یوولس تنه کورنۍ لرم."

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په یوه راپور کې ویأی وه، وچکالي، سېلابونه، شدیده تودوخه او د ځمکې تخریب په افغانستان کې ورځ تر بلې ډېرېږي چې د دې هېواد پر کرنې، اقتصاد او امنیت یې اغېز کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG