د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د کابل - جلال اباد لارې بیا تړل کیدل؛ خلک او موټر چلوونکي: ګڼو ستونزو سره مخ یوو


د کابل - جلال اباد لار تازه حال - تصویر: ازادي راډیو
د کابل - جلال اباد لار تازه حال - تصویر: ازادي راډیو

د کابل – ننګرهار لار، يو ځل بيا د هر ډول تګ راتګ په مخه وتړل شوه.

دا لار چې کابل ته يوه مهمه صادراتي او وارداتي لاره بلل کېږي، تېره اوونۍ د يکشنبې په ورځ د کابل په درې کيلومترۍ کې د غر ښوېدنې له امله وتړل شوه، خو د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له لوري، دوه ورځې ورسته پرانيستل شوه.

اوس یو ځل بیا ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر پرون د يوې خبرتيا په خپرولو سره وويل، چې ياده لاره د غر ښوېدنې له امله د جوړېدو په موخه د تګ راتګ په مخه د تېر ماښام راهيسې د وړو موټرو پر مخ د څو ورځو لپاره بېرته وتړل شوه.

خو په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، چې دا لار به څو ورځې تړلې وي.

پر ياده لاره تلونکي موټر چلوونکي شکايت کوي چې بديلې لارې اوږدې، کنډو کپر دي او مسافر بیا کرايه يې هم لوړه ده.

د قدرت‌الله په نوم يو موټرچلوونکی چې نن سهار ۷ بجې يې له کابله د لته‌بند پر لاره حرکت کړی، له سرخکانو سيمې ازادي راډيو ته وويل، دوی د لته‌بند پر لاره څلور ساعته مزل کوي، په داسې حال کې چې د عمومي لارې واټن دوه ساعته دی.

نوموړی وايي:

" زه اوس في‌الحال د کابل له لوري روان يم، سرخکانو نه تېر شوم، اووه نيمې بجې ما حرکت راکړی. لاره خامه ده، ډېره خامه ده، سړی په‌کې تلی نه‌شي. ټوله تيږه ده. موټر ته هم نيم په نيمه زيان اوړي، هر څه يې خرابيږي. خلک هم ستونزې لري، يو خو کرايه پرې جګه ده، لته‌بند لار خامه ده، مريضان، ماشومان هم مشکل کې دي."

د کابل - جلال اباد لار یوه بله څنډه - تصویر: ازادي راډیو
د کابل - جلال اباد لار یوه بله څنډه - تصویر: ازادي راډیو

دغه راز يو بل موټرچلوونکی ګل محمد وايي، دوی ته ويل شوي دي چې لاره بنده، نو غواړي د لته بند پر لاره تګ راتګ وکړي.

نوموړی وایي:

"موږ خو لاره بنده ده، لته‌بند باندې ځو نو، عامو خلکو ته هم تاوان اوړي، عمومي لار باندې ۱۵۰ کرايه ده او لته‌بند لار باندې ۳۰۰ کرايه ده. زموږ موټرو ته هم زيان اوړي، چې په ماهيپر رفت امد وکړو او لته‌بند باندې يو له يوې خوا لاړ شو هغومره خرچه کوي. له دې ځای ۸ بجې روان شوم، پاو باندې يوه بجه مې جلال‌اباد کې سورلۍ ښکته کړې. د لارې هم هيڅ مالومات نه‌کېږي، دا نن ښه پخه بنده ده، سروبي کې هم بنده ده، دلته يې هم بنده کړې ده."

دغه شان پر لاره تلونکي مسافر هم له لوړې کرايې او اوږد واټن شکايت کوي.

سليم خان ، چې نن له کابله ننګرهار ته په بکسه نومې موټر کې روان دی، ازادي راډيو ته يې وويل:

" لاره ډېره خرابه ده، موړونه هم ډېر خطرناک دي، زياتره ځايونه يې خراب دي، ګاړي په‌کې په اسانۍ نه‌شي تللی، ګرمي هم ده ډېره، ټول اخوا دېخوا وچکالي ده. کرايه هم لوړه شوې ده، لاره کې نه څه‌شی د څښلو شته دی."

د محمد په نوم یوه بل کس بیا وویل:

"لاره کې ډېر مشکلات دي، ګرمي ده، لاره ټوله خامه ده. کرايه هم جګه شوې ده، ۳۰۰ افغانۍ کرايه ده، مخکې په عمومي لار ۱۵۰ افغانۍ موږ کرايه ورکوله."

معلومه نه ده، چې دغه لار به کله بیرته پرانیستل شي
معلومه نه ده، چې دغه لار به کله بیرته پرانیستل شي

دا چې د کابل – جلا‌ل‌اباد عمومي لاره به کله د هر ډول موټرو د تګ راتګ په مخه پرانيستل شي، ومو غوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت نظر ولرو، خو وياند اشرف حق‌شناس د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

پر لاره تلونکي موټرچلوونکي وايي، چې دوی ته ويل شوي دي، دا لاره به د يوې اوونۍ په مخه تړل شوي وي، د غرښوېدنې سيمې له پاکېدو او د سړک د ويجاړو برخو تر رغونې وروسته به بېرته پرانيستل شي.

د یادونې ده، چې په دې لار یوازې د ننګرهار خلک تګ راتګ نه کوي، بلکې د لغمان، کنړ او نورستان ولایتونو خلک هم پرې ځي راځي او د بیلابیلو ولایتونو هغه مسافر هم پرې سفر کوي، چې د تورخم له لارې پاکستان او له ها غاړې بېرته افغانستان ته راځي. چې ډیرې یې ناروغ لرونکي دي.

د کابل – جلال‌اباد لاره داسې مهال تړل کېږي چې افغانستان ته له شمالي ولايتونو غځېدلې د سالنګ لویه لار هم د موټرو په مخ تر نامالومې نېټې تړل شوې ده او له دې امله د تیلو او ګازو بیې هم لوړ شوي، چې دې هم د موټرو کرایه لوړه کړې او خلک یې له امله شکایت لري.

XS
SM
MD
LG