د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د بښنې نړیوال سازمان اعتراض؛ " طالبان هغه ښځې با حجابه بولي چې یوازې سترګې یې ښکاري"


د بې حجابۍ په نوم کابل کې د ښځو د بندي کېدو بهیر ته منسوب تصویر
د بې حجابۍ په نوم کابل کې د ښځو د بندي کېدو بهیر ته منسوب تصویر

د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان د هغو ښځو په ځپلو بوخت دي چې په بشپړ ډول یې ځانونه نه‌وي پوښلي.

امنیسټي اڼترنشنل پرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، ډېرې ښځې له دې امله نيول شوي چې د طالبانو د جامو اغوستو هغه محدوديت چې يوازې سترګې يې ښکاره شي، نه‌دی عملي کړی.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو دا ډول خپل سري نیول د ښځو د ګرځېدو او بیان ازادۍ نقض بللی او غوښتنه یې کړې چې دا ډول ځپل باید سمدستې ودرول شي او نیول شوې ښځې او نجونې خوشې شي.

د طالبانو حکومت له تېرو دوو اوونیو راهیسې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې د هغو نجونو او ښځو نیول پیل کړي چې د دوی لپاره د منلو وړ حجاب یې نه‌‌‌وي اغوستی.

د طالبانو حکومت بیا ادعا کوي چې دوی هغه ښځې نیولي او له څو ساعتونو وروسته یې بېرته خوشې کړي چې د دوی له قوله، بد حجابي یې خپروله، خو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه بشپړ وضاحت نه‌دی ورکړی.

د طالبانو دې کړنې په افغانستان کې دننه او نړیواله کچه پراخ منفي غبرګونونه هم را پورته کړي دي، تر دې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د جنورۍ په ۱۱مه یوه اعلامیه کې ولیکل، دا ډول خپل‌سرې نېونې لویه بدنامي لري او افغان ښځې یې له خطر سره مخ کړې دي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې تل له اعتراضونو سره مخ شوي
د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې تل له اعتراضونو سره مخ شوي

خو د یوناما د دې اعلامیې په غبرګون کې د جنورۍ په ۱۳مه د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي خورا تُوند غبرګون وښود او خبرداری یې ورکړی چې یوناما باید له دې ډول راپورونو ورکولو ډډه وکړي.

په همدې حال کې د یو شمېر نیولو شویو نجونو او ښځو کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې دوی د خپلې کورنۍ غړې طالبانو ته د لسګونه زره افغانیو په ورکړې له بنده را خوشې کړې دي.

تېره اوونۍ په کابل کې د نیول شوې یوې نجلۍ خور چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې دوی طالبانو ته ۱۶۵ زره افغانۍ ورکړي او وروسته تر هغې یې د دوی خور له بنده خوشې کړې ده.

هغه زیاتوي، له کومې ورځ یې چې خور نیول شوې، رواني وضعیت یې ښه نه‌دی او تر څنګ یې دا ادعا هم کوي چې د طالبانو په زندان کې ورسره له تاوتریخوالي ډک چلند شوی او سپکې سپورې ورته ویل شوي دي.

سرچینه زیاتوي:

"کله چې یې ترې پوښتنې کړې، هم یې جسمي شکنجه کړې او هم ورته سپکاوی شوی دی. ورته یې ویلي چې د شهادت کلمه ووايۍ، تاسې کافران یاست. کمېس مو ولې تنګ دی، بوټان دې ولې د سړیو په څېر دي. "

هغه تصویر چې ادعا کیږي د بې حجابۍ په نوم د ښځینه وو د بندي کولو اړوند دی
هغه تصویر چې ادعا کیږي د بې حجابۍ په نوم د ښځینه وو د بندي کولو اړوند دی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډيو پوښتنه ځواب نه کړه.

د بشري حقونو ډېرو نورو ملاتړو بنسټونو هم د طالبانو له‌خوا د نجونو او ښځو پر ضد دا ډول کړنې له دوی سره د دې ډلې دښمني بللې ده.

دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان افغان نجونې او ښځې نیسي او زنداني کوي یې. له دې وړاندې هم دوی په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې معترضې نجونې او ښځې نیولي او د ډېرې مودې لپاره یې زندان ته اچولي دي.

د طالبانو حکومت خپلو دې ډول کړنو ته د شریعت نوم ورکوي، خو د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون بېلابېلو اسلامي هېوادونو او مطرحو دیني عالمانو د طالبانو دا ډول کړنې د شریعت خلاف بللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG