د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د ښځو یو خوځښت: طالبان د بدحجابۍ د مخنیوي په نوم ظلم او جرم کوي


شعار زنان معترض در کابل
شعار زنان معترض در کابل

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ، د طالبانو له خوا د بد حجابۍ په تور د نجونو او ښځو د نيولو په غبرګون کې وايي چې دا نه يوازې د افغان ښځو له اساسي حقونو سرغړونه ده، بلکې د هغوى پر وړاندې يو جرم دى.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بد حجابۍ په تور د ښځو او نجونو د نیول کېدو د غبرګونونو په دوام، د شنبه‌های ارغواني غورځنګ وايي، د طالبانو دغه کړنې نه یوازې د افغان مېرمنو له بنسټيزو بشري حقونو څخه سرغړونه ده، بلکې د دوی په وړاندې جرم دی.

دې غورځنګ د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د طالبانو د دوی په ټکو دا ظالمانه عمل د ښځو د کنټرول او ځپلو او د هغوی د حقونو، عدالت او ازادۍ د له منځه وړلو ښکاره هڅه ده.

د دې اعلامیې له مخې، طالبان د دې حکم په پلي کولو سره دا پیغام ورکوي چې د ښځو بدن او انتخابونه په دوی پورې اړه نه لري او دا د دوی د بیان او نظر د ازادۍ له حق سره ښکاره ظلم دی.

ياد غورځنګ له نړيوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حجاب وغندي او د افغان ښځو د ازادۍ او برابرۍ په مبارزه کې د هغوى ملاتړ وکړي.

د افغانستان د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو نیول لا هم دوام لري.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مسعودې کوهستاني ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښځو پر نیول کېدو اندېښنه وښوده او ادعا یې وکړه چې طالبانو د خیرخانې له سیمې یوه شل کلنه نجلۍ د حجاب په درلودلو سره سره نیولې ده.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مسعودې کوهستاني وویل: طالبانو د خیرخانې له سیمې یوه شل کلنه نجلۍ د حجاب په درلودلو سره سره نیولې ده.

هغې وویل: "زمونږ د ګاونډي لور یې بوتله، سواد يې نه درلود، ان د جمهوریت په وخت کې يې هم حجاب کاوه او همغه سنتي او لويي جامې يې اغوستلې، د کورنۍ وضعیت یې ډېر خراب دی، نه پوهېږي چې څه وکړي، هڅه کوي چې پیدا یې کړي، په خیرخانه کې له کوره وتلې وه او د ټولو خلکو تر مخ یې په موټر کې بیولې وه، خلکو ترې پوښتنه کړې وه چې څه ګناه یې کړې، دې خو حجاب هم کړی، خو دوکانداران یې هم وهلي دي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله مینه رفیق وايي چې اوس د ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو لړۍ ولایتونو ته هم پراخه شوې ده.

نوموړي ازادي راډیو ته زیاته کړه: "دا پخوا یوازې په کابل کې و، خو اوس په کندز، تخار، هرات او مزار په ولایتونو کې هم پیل شوی چې ښځې راټولوي. مونږ حتی حق نه‌لرو چې د خپلو جامو رنګ خوښ کړو، څه ورسي دې ته چې ښوونځی او د بیان ازادي وغواړو، دوی د اسلام په نوم پر مخ ځي او طالبانیزم رواجوي."

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو چارواکو له خوا د اسلامي حجاب د نه مراعاتولو په تور د ښځو او نجونو په خپلسري نیولو له امله خورا اندېښمن دی.

یوناما د پنجشنبې په ورځ په دې اړه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسانو د روانې جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه په کابل او دایکندي ولایتونو کې د بدحجابۍ په نوم یو شمېر ښځې او نجونې نیولي دي.

یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په حواله لیکلي چې د فزيکي تاوتریخوالي په ګډون، اجباري اقدامات ښځو په ځانګړې توګه افغان ښځو او نجونو لپاره سپکاوی او خورا خطرناک دي او توقیفونه یوه ستره بدنامي له ځان سره لري، چې افغان مېرمنې له خطر سره مخ کوي.

يوناما په مستقيم ډول د امر بالمعروف و نهی عن المنکر له وزارت او نورو طالب چارواکو څخه د دغو ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د يوناما دغه اندېښنه بې ځایه بللې.

نوموړي مخکې، د افغانستان یو شمېر کورنیو رسنیو ته ویلي وو: "یوه ډله مېرمنې چې د ده په وینا له هېواده بهر ځینو کړیو له خوا په کابل او ولایتونو کې د بې حجابۍ د ترویج لپاره استخدام شوې وې، ونیول شوې او تر سپارښتنې وروسته خوشې شوې دي."

طالبانو د روان کال د مرغومي میاشتې له ۱۱مې نېټې راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د بد حجابۍ په تور د نجونو او ښځو نیول پیل کړي او په دې وروستیو کې له یو شمېر ولایتونو څخه هم د ښځو او نجونو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

په همدې حال کې د ښځو د نيولو پر وړاندې بېلابېلو ملي او نړيوالو سازمانونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو تند غبرګونونه ښودلي دي.

د طالبانو حکومت، پر ښځو او نجونو د تعلیم، کار، تفریح او نورو ټولنیزو، سیاسي او کلتوري فعالیتونو د بندیزونو د لګولو سره سره، ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

داسې ادعا چې ظاهراً د ښځو، مدافعینو، د بشري حقونو سازمانونو او ان ډېرو اسلامي هېوادونو لپاره هم د منلو وړ نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG