د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د ښځو بندیانولو ته د غبرګونونو دوام؛ د بشري حقونو د څار سازمان: پر طالبانو فشار واچوئ


تصوېر له ارشیفه
تصوېر له ارشیفه

د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، په افغانستان کې ورځ په ورځ پر ښځو او نجونو د طالبانو فشارونه په سختېدو دي.

د دغه بنسټ په خبره طالبانو پخوا ښځې د ناسمو جامو اغوستلو په تور ځورولې وې، خو نیولې نه وې.

د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار پرون شنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، په کار ده نړیواله ټولنه د طالبانو په وړاندې جدي اقدام وکړي.

مېرمن بار زیاته کړه:

" موږ د وضعیت د څار په دوام وینو چې افغانستان کې ورځ په ورځ د ښځو او نجونو لپاره شرایط لا خرابېږي. په وروستیو کې د مناسبو جامو نه اغوستو په تور د ښځو او نجونو ډله ییزه نیونه د خبرداري تر حده د وضعیت خرابوالی ښيي، ځکه موږ پخوا هم لیدلي چې طالبانو ښځې د اعتراضونو له کبله نیولې وې، دوی د مناسبو کالیو نه اغوستلو په تور ښځې او نجونې ځورولې وې، خو نیولې نه وې. له بده مرغه دا یوه له هغو نښو ده چې د طالبانو فشارونه دوام لري. د اندېښنو یوه وجه دا ده چې طالبان دا مهال ځانونه جسور ګڼي، ځکه امنیت شورا د ارزونې پر هغو راپور غور وکړ چې د رسمیت پېژندنې لپاره د لارې د نقشې غوښتنه کوي. فکر کوم د دغو ناوړه استفادو په وړاندې باید نړیواله ټولنه کوټلی اقدام وکړي. د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره چې دا مهال تر ګوزارونو لاندې دي، نورو هڅو ته اړتیا ده."

هیدر بار ، د بشري حقونو د څار سازمان، د ښخو د برخې مرستیاله
هیدر بار ، د بشري حقونو د څار سازمان، د ښخو د برخې مرستیاله

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار دا څرګندونې داسې وخت کوي چې د طالبانو له خوا په کابل او دایکنډي کې په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور ځینې ښځې او نجونې نیول شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما تېره پنج شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسانو د روانې جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه په کابل او دایکندي ولایتونو کې د بدحجابۍ په نوم څو تنه ښځې او نجونې نیولې دي.

یوناما د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا په حواله لیکلي چې د فزيکي تاوتریخوالي په ګډون، اجباري اقدامات افغان ښځو او نجونو لپاره سپکاوی او خورا خطرناک دي او توقیفونه یوه ستره بدنامي اړوي چې افغان مېرمنې له خطر سره مخ کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هغه ورځ د یوناما په ځواب کې وویل، افغان ښځې په خپله حجاب رعایتوي او فشار ته اړتیا نه شته او د هغه په وینا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو له چا سره زورزیاتی نه دی کړی.

د طالبانو ځینو غړو مخکې تایید کړې وه چې ځینې ښځې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوي، خو وروسته یې وویل چې په خپرو شویو تصویرنو کې سوالګرې ښځې ښکاري چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره راټولې شوې دي.

طالبانو څه کم دوه نیم کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو خپلو محدودووونکو فشارونو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG