د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

مایکل مککال: طالبان ترهګر دي او له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال یوځل بیا د طالبانو پر کړنو نیوکه وکړه او هغوی یې ترهګر وبلل.

مککال په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو د غړو په حضور کې په افغانستان کې د جوبایډن په سیاستونو باندې د تمرکز لپاره جوړه شوې وه، ادعا وکړه چې طالبان د القاعدې په ګډون د تروریستي ډلو ملاتړ کوي. هغه ادعا چې د طالبانو حکومت تل رد کړې ده.

مککال: که څه هم طالبان له موږ څخه غواړي چې هغوی د 'ترهګرو' له لېست څخه وباسو، خو هغوی ترهګر دي.

مایکل مککال د خپلو خبرو په یوه برخه کې داسې وویل: "د دولت (امریکا حکومت) د ناکامو پالیسیو له امله د سولې د تامین یا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هیڅ پروګرام نه شته. د افغانستان وضعیت مخ په خرابېدو دی. که څه هم طالبان له موږ څخه غواړي چې هغوی د 'ترهګرو' له لېست څخه وباسو، خو هغوی ترهګر دي. د افغانستان حالت د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په خرابېدو دی. د طالبانو په منځ کې منځلاري غړي نه‌شته، د هغه څه برخلاف چې ډېری هېوادونه فکر کوي."

په دې ناسته کې چې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړو استازو توماس وېسټ او رینا امیري او د دې هېواد د نړیوال پراختیا ادارې مرستیال هم حضور درلود او د استازو پوښتنو ته یې ځواب ورکاوه، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر له طالبانو سره د امریکا د حکومت پر چلند شک څرګند کړ.

مایکل مککال وویل، د جو بایډن ادارې فکر کوي چې له طالبانو سره ملګرتیا ښايي د هغوی د اقداماتو لپاره ګټوره وي، خو په خبره یې د طالبانو چلند په ښکاره ډول ښيي چې تر تاثیر لاندې نه شي راوستل کېدی.

هغه زیاته کړه چې نن ورځ افغان ښځې او نجونې په یوه ناوړه وضعیت کې دي چې د ده په خبره له دې هېواده د امریکا له وتلو وروسته تر بل هر وخت بدتره دی.

مککال د وسلو په نړیوال سوداګرۍ کې د طالبانو د ونډې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې طالبان د القاعدې په ګډون د ترهګرو ډلو د تمویل، تجهیز او ورته خوندي پټنځايونو د جوړولو په حال کې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د امریکا له وتلو وروسته، طالبان په افغانستان کې پاتې اووه میلیارد ډالره پوځي تجهیزات پلوري چې د مککال په وینا دا به په ټوله نړۍ کې له ترهګرو ډلو او د امریکا نورو دښمنانو سره مرسته وکړي.

ارشیف: امریکايي نظامي وسایط او وسلې چې د دوی په وتلو سره د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
ارشیف: امریکايي نظامي وسایط او وسلې چې د دوی په وتلو سره د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د طالبانو حکومت، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د رییس مایکل مک کال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېره کې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د کانګرس په غونډه کې د امریکا د استازو جرګې د غړو د اندېښنو په ځواب کې وویل، دوی له افغانستانه د ګواښونو د بیا راپورته کېدو د څارنې او مخنیوي لپاره خپلې ترهګرۍ ضد وړتیاوې له سره تنظیم کړې دي.

د وېسټ په ټکو، د امريکا او د هغې د متحدينو د ترهګرۍ ضد اقداماتو په پایله کې، د القاعدې شبکې وړتیا له ١٩٩٦ کال وروسته، په ٢٠ کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلى دى.

توماس وېسټ ادعا وکړه چې 'طالبانو' د القاعدې مشر ایمن الظواهري ته په پناه ورکولو سره له خپلو مکلفیتونو سرغړونه کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ

هغه زیاته کړه: "ستونزه د هغوی د امنیتي تعهداتو نقض و. مونږ یې له هغه وخت راهیسې ارزوو چې طالبانو د القاعدې په تړاو د خپلو امنیتي تعهداتو د پوره کولو لپاره هڅې کړې دي. هغه څه چې موږ یې اندېښمن کړي یو د داعش ډلې د خراسان څانګې د ترهګرې ډلې وړتیا او اهداف دي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، په دې غونډه کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی دی.

مېرمن امیري په دوام کې د افغان ښځو له حقونو څخه د دفاع پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې امریکا به تر هغو د طالبانو د کړنو ملاتړ ونه کړي چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي په برخه کې ژور او معنا داره بدلون نه وي راغلی.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونه تامین کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG