د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

اسلام‌اباد کې د پاکستاني ډیپلوماتانو غونډه پیل شوې؛ له افغانستان سره پر اړیکو هم خبرې کوي


د پاکستان د بهرنیو چارووزارت
د پاکستان د بهرنیو چارووزارت

د پاکستان یو شمېر ډیپلوماتان نن په اسلام‌اباد کې له افغانستان سره پر اړیکو خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې درې ورځنۍ ناسته کې چې نن پیل شوې، په کې په مهمو پلازمېنو کې د پاکستان سفیرانو او نورو ډیپلوماتونو ګډون کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې نړیوالو او سیمه‌ییزو بدلونونو ته په کتو د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ په مختلفونو اړخونو بحثونه وشي.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې د افغانستان، هند، ایران، چین، ترکیې، امریکا، فرانسې، جرمني، بریتانیا او روسیې لپاره د پاکستان د سفیرانو په ګډون به په شلو هېوادونو کې د پاکستان سفیران او یو شمېر نور ډیپلوماتان په دې ناسته کې برخه واخلي.

که څه هم په اعلامیه کې دا یادونه نه ده شوې چې په ناسته کې به له افغانستان سره پر اړیکو او تعامل هم خبرې کېږي، خو تر دې مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې د دې ناستې مهمه موضوع به له افغانستان پر اړیکو بحث وي.

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طاهر خان په دې اړه وايي: "افغانستان به په کې یوه مهمه موضوع ځکه وي چې افغانستان اوس د پاکستان لپاره یوه مهمه مسئله ده او دا چې اوسنی کوم حالت دی، په دې به ضرور به خبره کېږي چې څنګه پاکستان او افغانستان له دې حالت څخه راووځي."

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طاهر خان
په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طاهر خان

طاهر خان وايي، له افغانستان سره اړیکو او تعامل ته له امنیتي نظر څخه کتل کېږي او په اړه یې پرېکړې د بهرنیو چارو وزارت پر ځای پوځ کوي، خو نوموړی زیاتوي چې په دې ناسته کې به پوځ ته هم وړاندیزونه وي.

په پاکستان کې د دې هېواد د سفیرانو په ګډون دا ناسته داسې مهال جوړېږي چې د طالبانو د کندهار د والي په مشرۍ یو پلاوی په اسلام اباد کې دی او پرون یې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره هم ولیدل.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه ليکلي چې دواړو لوریو په دې ناسته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د شته ستونزو د هواري او د کرښې دواړو خواوو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو خبرې کړې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپله اعلامیه کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د طالبانو له پلاوي سره د سولې او امنیت په دوه اړخیزو اندېښنو هم خبرې کړې دي.

د عکس ښي لور ته د کندهار لپاره د طالبانو والي ملاشیرین اخند او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني.
د عکس ښي لور ته د کندهار لپاره د طالبانو والي ملاشیرین اخند او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې په پاکستان کې د امنیتي پېښو له ډېرېدو وروسته پاکستاني حکومت په طالبانو تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ملاتړ کوي چې له امله یې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.

خو طالب چارواکو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او نه هم د بل هېواد د امنیت ساتلو مسوولیت لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG