د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

یعقوب مجاهد: زموږ له واکمنیدو وروسته په افغانستان کې ټول بریدونه تاجیکستاني او پاکستاني وګړو کړي


د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کابل کې د یوه برید سیمه
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کابل کې د یوه برید سیمه

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته؛ په افغانستان دننه ټولو شویو بریدونو کې له تاجیکستاني او پاکستاني وګړو کار اخیستل شوی دی.

مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه جوړه شوې وه وویل، دا نه‌شي ویلای چې دې کار کې د دې هېوادونو حکومتونه هم لاس لري او که نه‌.

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې چې کوم بریدونه په جوماتونو، خانقاوو، دیني عالمانو او د ولسي خلکو په غونډو شوي، په هغو ټولو کې له بهرنیو اتباعو په ځانګړي ډول د تاجیکستاني اتباعو څخه کار اخستل شوی دی. لسګونه تاجیکستاني وګړي زموږ د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي. همدا راز په دویمه درجه کې د زیاتو بریدونو په تنظیم کې پاکستاني وګړي ښکېل و. له شلو زیات پاکستاني وګړي زموږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او سلګونه نور یې ژوندي نیول شوي دي. "

یعقوب مجاهد: لسګونه تاجیکستاني او تر ۲۰ پورې پاکستاني بریدګر زموږ ځواکونو وژلي او نیولي
یعقوب مجاهد: لسګونه تاجیکستاني او تر ۲۰ پورې پاکستاني بریدګر زموږ ځواکونو وژلي او نیولي

نوموړي که څه هم دا ونه ویل چې دغه بهرني اتباع په کومو ډلو ټپیلو پورې اړه لري، خو هغه له یادو هیوادونو یې وغوښتل چې افغانستان ته د دې وسله‌والو د راتګ مخه ونیسي.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان په خوندیتوب هم ټینګار کړ او ویې ویل، د دوحې د هوکړې پر بنسټ دوی اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم چا پر ضد وکارول شي.

محمد یعقوب مجاهد د پاکستاني حکومت د هغو څرګندونو په اړه هم غبرګون وښود چې وايي، تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري.

هغه وویل:

"د ټي‌ټي‌پي مرکزونه چې دلته موجود دي او په اړه یې دوی ادعا کوو، دا موږ ردوو. دا چې دوی زموږ او یا هم د افغانستان په اړه ادعاوې کوي، بې‌ځایه او بې‌اساسه دي او دا چې ولې یې کوې، دا پوښتنه باید دوی ځواب کړي. "

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست داسې مهال دا څرګندونې کوي چې مخکې تر دې د تاجیکستان هیواد هغه هیواد ته د افغانستان له خاورې د ترهګرو د اوښتو او د مخدرو موادو د قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې او دغه هیواد سره یې پر پوله د خپلو پوځي تحکیماتو د پیاوړي کولو خبره کړې ده.

دغه شان د پاکستان پوځ د لوی درستیز په ګډون د دغه هیواد ډېرو لوړ پوړو چارواکو ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر او نورو چارواکو بیا تل ادعا کړې چې د پاکستان په خاوره کې بریدونه له افغان خاورې سمبالیږي
د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر او نورو چارواکو بیا تل ادعا کړې چې د پاکستان په خاوره کې بریدونه له افغان خاورې سمبالیږي

د پاکستان حکومت دا ادعا هم کړې چې په دې هېواد کې چې وروستي کوم بریدونه شوي، په ډېرو کې یې افغان وګړي ښکېل و.

په ښکاره د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د همدې مسایلو له امله اړیکې ترینګلې ښکاري، خو ښکاري چې د دې ستونزې د حل لپاره هلې ځلې هم روانې دي.

تازه د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې تمه ده د راتلونکې جنوري میاشتې په پیل کې د طالبانو حکومت د کندهار والي ملا شیرین اخند اسلام‌اباد ته ولاړ شي او هلته له استخباراتي او سیاسي چارواکو سره د روان کړکېچ د اواري لپاره هڅې وکړي.

هاخوا پاکستاني رسنیو نن دا هم لیکلي چې تمه ده روانه اوونۍ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل‌الرحمان هم کابل ته ولاړ شي. د هغه د سفر یو مهم هدف هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ستونزو اواری دی.

XS
SM
MD
LG