د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د پاکستان ادعا؛ " د افغانستان په پکتیا کې روزل شوي ۲ داعشي ځانمرګي مو نیولي"


یو شمېر پاکستاني ځواکونه
یو شمېر پاکستاني ځواکونه

پاکستاني چارواکي وایي چې د داعش خراسان څانګې دوه تنه چې احتمالا ځان وژونکي بریدونه یې کول نیولي دي.

په خیرپښتونخوا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې پرون وویل، دا کسان د استخباراتي اطلاعاتو په اساس پېښور ته نژدې ونیول شول.

د دې ادارې په بیان کې راغلي دي چې نیول شوي کسان په پکتیا کې د ځانمرګو د روزنې له یوه مرکزه فارغ شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د عملیاتو په ترڅ کې دوی د ځان وژونکي برید دوه واسکټونه، څو دانې لاسي بمونه او یوه تمانچه ترلاسه کړې دي.

په بیان کې راغلي دي چې دا شکمن کسان چمتو شوي و چې یو شمېر پاکستاني سیاستوال په نښه کړي.

داعش په وروستیو کې د افغانستان او سیمې په کچه د خپلو فعالیتونو د زیاتولو په هڅه کې ده
داعش په وروستیو کې د افغانستان او سیمې په کچه د خپلو فعالیتونو د زیاتولو په هڅه کې ده

له نژدې دوه نیمو کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی، داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د یوشمېر وژونکو بریدونو مسوولیت منلی دی.

دې ډلې تېره شنبې د کابل په دشت برچي سیمه کې چې اکثره پکې هزاره وګړي ژوند کوي، لږ تر لږه پنځه تنه ووژل او پنځلس نور یې ټپیان کړل.

د سې شنبې په ورځ بیا دې ډلې د کابل په ختیځ کې د طالبانو په وینا، درې تنه ووژل او څلور تنه یې ټپيان کړل.

که څه هم طالبانو مخکې ادعا کړې وه چې تر ډېره یې داعش ډله ځپلې ده، خو لاهم د دې ډلې ګواښ په افغانستان کې شته.

د پوځي چارو کتونکی احمد خان اندړ د دغه ګواښ په اړه ازادي راډیو ته وویل:

" داعش په افغانستان کې نه قومي، نه مذهبي بنسټ لري دا هغه تروریستي ډله ده چې د افغانستان له پولې دباندې جوړه شوې چې هلته باید وڅارل شي او کنټرول شي. ښکاره خبره ده چې د افغانستان پولې چې ټوله په وچو کې دي داعش کولی شي چې په افغانستان او شاوخوا سیمه کې حملې وکړي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ یوه مهمه لاره- تورخم دروازه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ یوه مهمه لاره- تورخم دروازه

د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د داعش د ځپلو لپاره د اسلام اباد د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د دې راپور په بنسټ، اخندزاده دا خبره د جمعیت علمای اسلام د ډلې له مشر ملا فضل الرحمان سره د کتو پرمهال کړې ده.

فضل الرحمان افغانستان ته له نژدې یوې اوونۍ سفر وروسته پرون پاکستان ته ستون شو.

پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د داعش د دوو تنو د نیولو خبر ورکوي چې اسلام اباد تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي په افغانستان کې شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهره بلوچ د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې پرضد لاس په کار شي.

طالبان ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادو پرضد استفاده وکړي.

که څه هم طالبانو ویلي دي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي، خو د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر مایکل مککال د پنجشنبې په ورځ طالبان تورن کړل چې د القاعده په ګډون د یوشمېر ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG