د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

کابل کې د امنیتي پېښو زیاتوالی؛ داعش په ۱۶مه ناحیه کې د چاودنې مسوولیت ومانه


ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د عملیاتو یو انځور. طالب وسله وال هغه ځای ته ننوتی چې داعش وسله وال په کې پټ شوي وو.
ارشیف: په کابل کې د داعش پر ضد د عملیاتو یو انځور. طالب وسله وال هغه ځای ته ننوتی چې داعش وسله وال په کې پټ شوي وو.

په کابل کې د طالبانو حکومت د امنیې قومندانۍ اعلان کړی چې د سه شنبې په ورځ د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قوماندانۍ ویلي چې ماین په یوه مسافر وړونکي موټر کې 'مرسیډیز بینز' کې ځای پر ځای شوی و.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ایکس پاڼه یا ټویټر کې لیکلي چې د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی دی.

خو ده د نیول شوي کس هویت نه دی په ډاګه کړی.

دا چاودنه د کابل په ختیځه برخه کې شوې ده.

د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې بیا ادعا کړې چې دوی د کابل شپاړسمې ناحیې کې د پلچرخي زندان په یوه موټر په بمي چاودنې سره د دې محبس لږ تر لږه ۱۰ کارکوونکي مړه او ټپیان کړي دي.

دا په ۲۰۲۴ کال کې په دوهمه چاودنه ده.

لومړۍ چاودنه شنبه د جنوري په شپږمه د کابل په لوېدیځ د دشت برچي په شیعه مېشته سیمه کې په یوه کاسټر ډوله مسافروړونکي موټر کې وشوه.

د روانې جنورۍ په شپږمه کابل کې د چاودنې له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.
د روانې جنورۍ په شپږمه کابل کې د چاودنې له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې، د داعش خراسان څانګې په دشت برچي کې د شنبې د ورځې د پېښې مسوولیت منلی چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دغې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې غړو یې د شیعه مسلمانانو په یوه بس کې چاودېدونکي توکي وچول.

دشت برچي په ځلونو د داعش خراسان څانګې د بریدونو هدف ګرځېدلې.

دغې ډلې پر ښوونځیو، روغتونونو او جوماتونو پراخ بریدونه کړي او په ټول هېواد کې یې نورې سیمې هم په نښه کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما ویلي، د کابل په لوېدیځ کې د شنبې د ورځې په چاودنه کې د هزاره ټولنې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ټپیان، خو د مړو او ټپیانو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

یوناما پر ملکي وګړو د هدفي بریدونو د بندولو او د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت ویلي چې داعش یې ځپلی او ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د داعش، تحریک طالبان پاکستان او القاعده په څېر د جنګیالیو د موجودیت راپورونو د افغانستان د یو شمېر ګاونډیانو اندېښنې راپارولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG