د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

د دشت برچي چاودنه؛ له زده کړو پاتې او د ۸ کسیزې کورنۍ سرپرست محصل هم پکې ووژل شو !


د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د کابل د دشت برچې د تېرې شپې چاودنه کې د وژل شوي محمد علي کاکا، حسین ریحاني دی چې د خپل وژل شوي وراره په اړه غږېږي.

۲۷ کلن محمد علي درې خویندې او دوه وروڼه لري، خو د یوې اته‌کسیزې کورنۍ ټول مسوولیت ور تر غاړې و.

هغه د کابل پوهنتون د جیولوجي او معادن څانګې د درېیم ټولګي محصل و، مګر د جمهوریت له سقوط وروسته یې د اقتصادي ستونزو له امله پوهنتون پرېښود او د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره یې کار پیل کړ.

محمد علي - د دشت برچي د پرونۍ چاودنې یو قرباني
محمد علي - د دشت برچي د پرونۍ چاودنې یو قرباني

کاکا یې حسین ریحاني وايي، تېره شپه په همدې کاسټر کې چې چاودنه پرې وشوه، له کاره کور ته په لار و.

ریحاني زیاتوي:

"تګ راتګ یې په کاسټر موټر کې و چې د برچي په لور راځي. هغه لکه د زرګونو نورو کسانو په څېر له کار او دندې کور ته راتلل، څو هغه یو څه پیسې چې په زحمت او ستړیا یې ګټلي خپلې کورنۍ سره پرې په یوه دسترخوان څه وخوري، خو له بده مرغه هغه کسان چې په دې کاسټر کې سپاره وو، یا زخمي کور ته راغلل او یا بیا هیڅ کور ته نه رانغلل. "

د کابل په دشت برچې کې د پرون ماښام د چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د داعش خراسان ولایت په ټیلګرام ادعا کړې چې په دې چاودنه کې یې ۲۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

خو د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بیا تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په دې چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي چې ټول ملکي وګړي دي.

یوناما د تېر ماښام د ټپیانو او وژل شویو شمېر ۲۵ تنه ښودلی دی.
یوناما د تېر ماښام د ټپیانو او وژل شویو شمېر ۲۵ تنه ښودلی دی.

بل‌خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نن په خپله ایکس‌پاڼه د تېر ماښام د ټپیانو او وژل شویو شمېر ۲۵ تنه ښودلی دی.

داعش داسې مهال په پلازمېنه کابل کې د چاودنې مسوولیت مني چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست د تېرې یک‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د دې ډلې بریدونه ۹۰ سلنه کم شوي دي.

هغه دا هم وویل چې واک ته د دوی له رسېدو وروسته، په مذهبي ځایونو، تعلیمي مرکزونو او عامه غونډو بریدونه د تاجیکستاني او پاکستاني وسله‌والو له‌خوا شوي، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ور نه کړل دا بهرني وګړي کومو ډلو پورې ټړلي دي.

په دشت برچې کې له دې چاودنې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت نن په خپله ایکس‌پاڼه د هدفي بریدونو د پای ته رسولو او د افغانستان د شیعه‌ګانو د خوندیتوب او د دې پېښې عاملینو د سزا ورکولو غوښتنه کړې.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د ملي مصالحې د لغوه شوې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاستوالو هم دا پېښه غندلې او غیر اسلامي او بشر ضد کړنه یې وبلله.

خو د طالبانو یوې مخالفې ډلې د مقاومت جبهې د دې چاودنې مسوولین طالبان بللي او په یوه اعلامیه کې یې چې په خپله ایکس‌پاڼه یې خپره کړې لیکلي، دا د هغو بریدونو دوام دی چې په تېره یوه لسیزه کې یې د افغانستان شیعه‌ وګړي په نښه کړي دي.

د طالبانو حکومت بیا د مقاومت جبهې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ډېرو بریدونو او چاودنو مسوولیت د داعش خراسان ولایت منلی دی او طالبانو یې هم پړه پر دوی اچولې، خو له دې ټولو سره- سره؛ د طالبانو اوسنی رژیم ادعا کوي چې داعش د افغانستان لپاره لوی خطر نه‌دی او ځپلې یې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG