د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل ۴۴ مه کلیزه؛ طالب چارواکي او شنونکي یې په اړه څه وایي؟


له ارشیفه: د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر ځواکونه چې پر افغانستان یې یرغل کړی و
له ارشیفه: د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر ځواکونه چې پر افغانستان یې یرغل کړی و

نن د مرغومي یا جدي شپږمه پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل له ۴۴ مې کلیزې سره برابره ده.

د طالبانو حکومت وايي، دغه پوځي یرغل د افغانستان د څلوېښت کلنې غمیزې پیلامه وه.

د طالبانو حکومت نن د دې ورځې د غندنې په پار یوه غونډه بللې وه چې لوړ پوړو چارواکو یې په کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي دغې غونډې ته چې د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون په ژوندې بڼه خپروله وویل، د جدي شپږمه د افغانستان د بدبختې د پیل ورځ وه.

د نوموړي په وینا، په دې ورځ د علماوو، استادانو، محصلینو او ټول افغان ملت قتل عام پیل شو.

ملا حنفي: د جدي په شپږمه د علماوو، استادانو، محصلینو او ټول افغان ملت قتل عام پیل شو.
ملا حنفي: د جدي په شپږمه د علماوو، استادانو، محصلینو او ټول افغان ملت قتل عام پیل شو.

هغه څه چې د دې ورځې پلويان‌يې ردوي او ادعا کوي چې له دې ورځې وروسته د طالبانو په شمول نورو حکومتونو هم د افغانستان او افغانانو لپاره سوکالي رانه‌وړه او افغان‌وژنې دوام وکړ.

د طالبانو د حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم دا ورځ غندل شوې او په کې راغلي چې دوی د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.

دغه اعلامیه کې چې غونډې ته د طالبانو تر کنترول لاندې د ملي ټلویزیون رئیس یوسف احمدي ولوسته په یوه برخه کې یې راغلي وو:

" افغانستان د هیڅ بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او بل چاته هم اجازه نه ورکوي چې په داخلي موضوعاتو کې یې لاس وهنه وکړي، افغانان د یو اسلامي ملت په توګه غواړي چې له نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او ټینګې اړیکې ولري چې په هغې کې هیچا ته هم د ضرر د رسولو امکان نه وي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له دوه کاله د زیاتې مودې ورسته هم تر اوسه د هیڅ کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

غونډې ته د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تر ډېره له ګاونډیو سره د اړیکو په اړه وینا وکړه او یو وار بیا یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پرضد نه استعمالیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په نړیواله کچه له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په نه پرېکولو او دغه شان افغانستان کې د تروریستي ډلو په موجودیت تورن دی.

هغه ادعا چې د طالبانو حکومت په وار- وار رد کړې ده.

د شوروي یرغل د شنونکو له نظره

د مرغومي د شپږمې په اړه د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر افغان پوهان تقریبا یوه خوله دي او دا ورځ د افغانستان د تېرو لسیزو جګړو پیلامه یې بولي.

د سیاسي او امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر ازادي راډيو ته پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل لاملونه داسې بیانوي:

" دوه لاملونه یې ډېر مشخص دي، یو داخلي اختلافات چې د خلق ګوند په دننه کې وو، دوهم دا چې امریکا غوښتل چې د وخت شوروي اتحاد په افغانستان کې راګیر کړي او هلته دوی وکولای شي چې د ویتنام د جګړې غچ ترې واخیستل شي او همداسې وه هم شول."

د سیاسي چارو یو بل پوه اختر راسخ ازادي راډيو ته وویل چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته د دې هیواد بنسټونه ونړیدل چې د لسیزو په تېرېدو لا هم نه دي جوړ شوي.

هغه زیاته کړه:

" د دې اشغال له ادرسه زموږ درې سوه کلن دار او ندار د ګاونډیو هیوادونو استخباراتو تالا کړو، او افغانستان یې د بدبختیو کندې ته وغورځوه دا یو ظالمانه اشغال وو چې لا یې هم موږ بیه پرې کوو."

شوروي ځواکونو ببرک کارمل هم ځان سره افغانستان ته راوست او د دغه هېواد واکمن یې کړ- تصویر له ارشیفه
شوروي ځواکونو ببرک کارمل هم ځان سره افغانستان ته راوست او د دغه هېواد واکمن یې کړ- تصویر له ارشیفه

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو ۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه پر افغانستان پوځي یرغل وکړو، د حفیظ الله امین حکومت یې ړنګ او د هغه پر ځای یې ببرک کارمل واک ته ورسوه، خو له لنډې مودې وروسته د افغانانو وسله واله مبارزه پیل شوه چې په پایله کې یې شوروي ځواکونه په افغانستان کې د نږدې یوې لسیزې جګړې او د شا اوخوا یو میلیون افغانانو له وژلو وروسته د ۱۳۶۸ کال د سلواغې په ۲۶ د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال له دغه هېواده ووتل.

د راپورونو پر بنسټ، په دې جګړه کې د شوروي اتحاد لږ لږه ۱۴ زره پوځیان هم ووژل شو.

تاریخ لیکونکي وايي د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو وروستي مشر جنرال ګروموف چې کله له افغانستانه تللو، د آمو د سېند پره غاړه او د حیرتان پر پله یې په خپلو شونډو ترخه موسکا وکړه، داسې موسکا چې د یوه مات جنرال په څېره کې راڅرګنده شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG