د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د ثور اوومه؛ يو شمېر خلک دغه ورځ افغانستان کې د جګړو او بدبختيو پيلامه بولي


نن د غويي یا ثور میاشتې اوومه د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر ضد د خلق ډیموکراتیک ګوند د کودتا او بریا له ۴۵مې کلیزې سره برابره ده.
نن د غويي یا ثور میاشتې اوومه د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر ضد د خلق ډیموکراتیک ګوند د کودتا او بریا له ۴۵مې کلیزې سره برابره ده.

نن د ثور اوومه د افغانستان پر پخواني ولسمشر سردار محمد داوود خان د کودتا ۴۵مه کلیزه ده.

د لغمان ولایت اوسېدونکی حاجي میرباز شهید زاده، چې د ثور له اوومې ترخې خاطرې په ذهن کې لري وایي، پلار یې د کودتاه په جریان کې مړ شو او دی یتیم پاتې شو.

ده ازادي راډيو ته وویل، پلار يې هغه وخت د نظام ضد کسانو له ډلې و.

میرباز وايي: "زه تقریبا ۵ ورځنی وم، چې پلار مې شهید شو، ان تر اوسه یې ما عکس هم نه‌دی لیدلی، خو قبر یې شته، خو له موږ نور هم ډېر خپه خلک شته، چې تر اوسه یې خپل د پلرو قبرونه هم نه‌دي لیدلي لا خپل د شهیدانو هیڅ معلومات نه‌لري، چې ایا هغوی ژوندي دي که مړه دي او قبرونه یې چیرې دي."

"زه تقریبا ۵ ورځنی وم، چې پلار مې شهید شو، ان تر اوسه یې ما عکس هم نه‌دی لیدلی

خو ځینې نور بیا د ثور د اوومې کودتا د افغانستان لپاره نېکمرغه بولي او وايي، وروسته ترې په دې هېواد کې د خلکو حکومت رامنځته شو او د غریب او بې‌وزله کسانو سره ډېرې مرستې وشوې.

حاجي دین محمد د هغه وخت د خاطرو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ثور انقلاب یو واقعي د خلکو انقلاب و، د خلکو په ګټه و، هر هغه کس چې یې زحمت ګاله ګټه یې لیدله، ځکه زه خپله له دولسم ټولګي فارغ شوی وم، ماته یې دنده راکړه بې له هیڅ څه که څه هم زموږ یو ډېره غریبه کورنۍ وه."

نن د ۱۳۵۷کال د ثور اوومه د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د کودتا او د سردار محمد داوود خان د حکومت د نسکورېدو ۴۵ کلیزه ده.

له نن ۴۵ کال وړاندې د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه سهار وختي کابل ښار پوځي بڼه غوره کړه، د راپورونو له مخې لومړي مرمۍ د ورځې په ۱۱ بجو د دفاع وزارت پر ودانۍ ولګېده او د ارګ او د قول اردو ترمنځ اړیکې یې پرې کړې.

وروسته کودتاچیانو د هوایي ځواکونو قومنداني،د کابل هوايي ډګر او د مخابراتو وزارتونه ونیول.

د افغانستان پخوانی وسله‌وال ځواک، انځور - ارشيف
د افغانستان پخوانی وسله‌وال ځواک، انځور - ارشيف

د ثور اوومه د ورځې ماښام اووه بجې وې لا هم د ارګ ځانګړو وسله‌والو ځواکونو مقاومت کاوه او داوود خان لاژوندی و چې د افغانستان ملي راډيو اعلان وکړ چې د نادر خان د واکمنۍ وروستی څلی ونړېد.

د خلق ډیموکراتیک ګوند مخکښ غړي او د وسله‌وال پوځ د زرهي دارو قواو جګړن اسلم وطن‌جار د افغانستان د ملي ټلوېزيون له لارې وویل: "د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، استبداد وروستۍ بقایه او د نادرخان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېد او ټول دولتي قدرت د ولس لاس ته ورغی، دولتي واک په بشپر توګه د انقلابي شورا په واک کې دی."

د پوځي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي، پر داوود خان له کودتا وروسته پر افغانستان د شوروي ځواکونو یرغل لامل شو چې په افغانستان کې ستونزې ډېرې شوې او تر اوسه یې اغېزې پر ځای پاتې دي.

"د شوروي اتحاد پوځیانو پر افغانستان یرغل وکړ، یو نیم میلیون افغانان شهید او معیوب شول

نوموړي وويل: "د شوروي اتحاد پوځیانو پر افغانستان یرغل وکړ، یو نیم میلیون افغانان شهید او معیوب شول، موږ وینو چې د ۴۵ کالو وروسته هم د همدې ورځې پایله دوام لري، په افغانستان کې فقر او بې‌وزلې ډېره شوې، د خلکو اقتصادي اوسیاسي وضیعت خراب شوی دی."

د ثور د اوومې له کودتا وروسته چې د خلق ډیموکراتیک ګوند په‌کې واک ته ورسېده او د سردار داوود خان جمهوریت یې ړنګ کړو پر افغانستان د شوروي اتحاد پوځي یرغل ته زمینه برابره شوه.

د پخواني شوروي د پوځونو له راتګ وروسته افغانانو د دغه پوځ پر ضد وسله‌وال پاڅون وکړ او او بلاخر د ۱۳۶۷ کال د لیندۍ په ۲۶مه شوروي ځواکونه له افغانستان ووتل او مجاهدینو هم د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د ډاکټر نجیب الله حکومت په نسکورولو سره خپله بریا اعلان کړه.

د سیاسي مسایلو کار پوه داوود مایار وایي، هغه حکومتونه چې د کودتاه او انقلاب له لارې واک ته رسېدلې وي، مثبتې پایلې نه‌لري.

ښاغلي مایار ازادي راډيو ته وویل: "د اووم د ثور انقلاب د افغانستان په تاریخ کې یو توره ورځ ده او د څو لسیزو بحران او ستونزې د ثور د اوومې د انقلاب اصلي لامل دي، د انقلاب له لارې د قدرتونو انتقال منفي پایلې لري، ځکه انقلابي سیاستونه څه په افغانستان یا هم بل هېواد کې مثبت پایلې نه‌لري."

افغان کارپوهان ټینګار کوي چې، واک ته د رسېدو تر ټولو ښه او قانوني لاره د ټاکنو ترسره کول دي چې د خلکو له ارادې سره سم وي او همدا په هېواد کې د نظامونو د دوام لامل ګرځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG