د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

خلک د ثور۷مه او ۸مه د بدمرغيو پيل ګڼي


د کابل ښار ځینې اوسیدونکي د هېواد په تاریخ کې د ثور اوومه او اتمه، دواړه ورځې د خلکو او هېواد د بدمرغۍ پیل ګڼي.

د هیېواد په تاریخ کې د یوزرو درې سوه اوه پنځوسم لمریز کال د ثور اومه په هېواد کې د شوروي پلوه حکومت او د (۱۳۷۱) لمریز کال د ثور اتمه د یاد حکومت پرځای د مجاهدینو د حکومت د جوړېدو د ورځو په نوم درج شوی دی.

د کابل ځینې ښاریان وایي، د ثور د اومې د کودتا زیږولی حکومت د شاوخوا یو نیم میلیونو افغانانو د وژنې سبب شو او تراوسه چې په هېواد کې جنګ جګړې روانې دي؛ علت یې هماغه د ثور اومه او کمونستي حکومت دی.

د کابل ښار یوه اوسیدونکی حاجي نایب او صفي اله ازادي راډیو ته وویل:

"۱- د ثور اومه د دې جنګونو لامل دی؛ مخکې موږ ارام وو، خو د ثور تر اومې وروسته جنګونه پیل شول او بیا مجاهدینو هم زور ورکړ او تراوسه روان دي؛ دواړه ورځې بدبخته ورځې دي.

۲- دواړه ورځې د وطن د ورانۍ او د بیګناه خلکو د وژل کېدو ورځې دي.

د ثور د اتمې مجاهدین چې وایي ښې کارنامې یې کړي؛ داسې نه دی، په لسګونو زره خلک یې ووژل او تراوسه هم دا وژنې روانې دي."


په افغانستان کې د ثور اتمه ورځ عمومي رخصتي وي او له دې مخکې هرکال په یولړ مراسمو سره نمانځل کېدله؛ خو سږکال یې په مرکز او ولایتونو کې د نمانځلو ښکاره نښې نه لیدل کیږي.

ځینې کابل ښاریان وایي، لکه څنګه چې د (۱‍۳۵۷) لمریزکال د ثور اومه په هېواد کی د جنګونه او شاوخوا یونیم میلیونو افغانانو د وژل کیدو سبب شوه؛ همداسې د (۱۳۷۱) لمریز کال د ثور اتمه هم د لسګونو زرو افغانانو د وژنې او د زرګونو کورونو او ودانیو د ویجاړېدو لامل شوه.

دوی وایي، دواړه ورځې د افغانانو د بدمرغي؛ د خلکو د وژنې او د هېواد د ورانې لاملونه دي او باید، ونه نمانځل شي.

د کابل ښار اوسیدونکي حاجي عبدالغفور ازادي راډیو ته وویل:

"د ثور اتمې بیا جنګونه په بله بڼه تازه کړل چې؛ ډېر خلک یې ووژل، دا دواړه ورځې د نمانځلو وړ نه دی؛ ځکه خلک یې بدبخته کړل."

کابل ښاریان داهم وایي، د مجاهدینو د حکومت له جوړېدو سره سم تنظیمي جنګونه پیل او یوازې په کابل کې شاوخوا اویا زره تنه، ښځې، نارینه، ځوانان او ماشومان، د دغو تنظیمي جنګونو قرباني شول.

سره له دې چې د افغانستان ځینې خلک د دواړو ورځو د نمانځلو مخالف دي خو یادې ورځې اوس هم پلویان لري.

د ثور د اومې پلویان وایي، د دوی دوره په هېواد کې د ټولنیز تکامل د مرحلې پیل وه او د ثور د اتمې پلویان وایي؛ دوی په جهاد او قربانیو سره خلک او هېواد د کمونستي ځواک له ولکې وژغوره.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG