د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

په کابل کې مظاهره چیانو د ثور اوومه او اتمه وغندله


په کابل کې سلګونو کسانو نن د یوې سوله يیزې مظاهرې پر مهال په افغانستان کې د تیرو درېیو لسیزو د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه وکړه.

دا مظاهره د کابل ښار د سینما پامیر څخه پيل او تر پل خشتي چوک پورې یې دوام وکړ.

مظاهره کوونکو، چې د یو شمېر پخوانيو جهادي مشرانو تصویرونه یې هم له ځان سره لیږدول، د هغوي پر ضد شعارونه ورکړل.

دې مظاهره کوونکو چې شمیر یې نږدې پينځه سوه کسانو ته رسیدی، د یو شمېر پخواني جهادي مشرانو تصویرونه له ځان سره لیږدول او هغوي د بې ګناه خلکو په وژنې تورنول.

مظاهره کونکو د جمهور ریس د مرستیالانو، د افغانستان په چارو کې د ایران او پاکستان د مداخلو، یو شمېر دولتي چارواکو او لویدیځو هېوادونو پر ضد شعارونه ورکړل.

دوي پر نړېوالې ټولنې غږ وکړ، چې جنګي مجرمین محاکمه او د ملکیانو قاتلین له دولتي څوکیو لیرې کړي.

د افغانستان د ملي پیوستون ګوند مشر داود رزمک له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ثور اومې او اتمې ورځې وغندلې او هغه یې په افغانستان کې د سترو بدبختیو پیل و بللې.

ده دغه راز زیاته کړه، چې امنیتي مسولینو ته له مخکې نه د دې مظاهرو په اړه خبر ورکړل شوی وو، خو پولیسو د جهادي شخصیتونو د تصویرونو د لیږدولو د مخنیوي هڅې وکړې:

"پولیس ځکه چې هغه کسان دي چې نه غواړي او د مظاهرې مخنیوی کوي، دوی موږ ته وایې چې، تاسو مظاهره وکړی خو د دې خاینو مشرانو تصویرونه له ځانه سره مه لیږدوی او کومه چلیپا چې د دوی پر عکسونو باندي کښل شوې، دا دوی ته سپکاوی دی. خو کله چې دوی اویا زره کابلیان وژله، آیا هغه سپکاوی نه وو؟"

په ورته وخت کې د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال داود امین وایې چې، مظاهره کونکوته د تصویرونو د لیږدولو اجازه ورکړل شوې، خو له دوی څخه یې دا ژمنه اخیستې چې هغه به نه سوځوي او نه به یې څیري.

دې مظآهره کونکو وویل چې، پینځه دیرش کاله مخکې خلقي او پرچمي حاکمانو د ثور د اومې کودتا په تر سره کولو سره په افغانستان کې ډير جنایات تر سره کړل.

دوي دغه راز د ثور اتمه و غندله او هغه یې د پخواني جهادي مشرانو په لاس د افغانستان د لوټ او تالان ورځ و بلله.

د افغانستان د ملي پیوستون ګوند یو شمیر ښځینه غړیو ددې مظاهرې پر مهال داسي وویل:

(موږ دلته راغلي یو چې د ثور اومه او اتمه چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو توري ورځي دي، محکومي کړو. ځکه چې همدا کسان چې د روسانو پر ضد د جګړې دعوه کوي، اوس هم په پارلمان او وزارتونو کې ناست دي او له امریکایې ډالرو خوند اخلي.

- کومو ډلو چې دیرش کاله مخکې یې په افغانستان کې خیانت وکړ، پیځه شپیته زره خلک یې د قدرت د ترلاسه کولو پخاطر قتل کړل، موږ راغلي یو چې د ثور د اومې او اتمې همدا عاملین باید محاکمه شي.

هغوی عبارت دي له سیاف، ګلبدین، رباني او داسي نور)

تیرکال هم د یاد ګوند لخوا په کابل کې ورته مظاهرې و شوې او پکې د یو شمیر جنګي مجرمینو او دولتي مسولینو تصویرونوته اور واچول شو.

پداسي حال کې چې یو شمیر مظاهره کونکي د ثور اومه او اتمه د افغانستان د کړکیچ پیل بولي، خو ځېنې جهادي شخصیتونه بیا د ثور اتمه د افغانستان د آزادۍ ورځ یادوي.

یو شمیر کتونکي حکومت ملامتوي چې د یولسو کلونو په تیریدو سره یې لا هم په هیواد کې انتقالي عدالت ندی پلی کړی.

موږ وغوښتل چې د وروستۍ مظاهرې په اړه هم د افانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر نظر واخلو خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.
XS
SM
MD
LG