د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د ثور د اوومې د کودتا عواقب او زیانونه


له اوس نه شپږ دېرش کاله وړاندې په افغانستان کې د ثور کودتا وشوه چې؛ په ترڅ کې یې جمهوري نظام ړنګ او سردار محمد داوود خان ووژل شو.

په افغانستان کې عام وګړي اوسیاسي څیرې ترډیره په دې باوردي چې؛ په هېواد کې د ټولو موجوده بدبختیو عامل له اوس نه شپږدېرش کاله مخکې د ثور د اوومې نیټې کودتا وه.

دوی وایي، کمونست پلوه خلقیانو د خونړۍ کودتا په ترڅ کې په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ ایښودونکی سردار محمد داوود خان وواژه او پر هېواد یې د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل لپاره زمینه برابره کړه.

هغه مهال د ثور په اوومه د پنجشنبې ورځې په سهار د سردارمحمد داوود خان د وژلو خبر د افغانستان د ملي راډیو له لارې د زرهدار د قواوو د خلقي افسر اسلم وطنجار له خوا خپور شو:

"په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د سلطنت، ظلم، استبداد وروستۍ بقایا او د نادر خان د کورنۍ واکمني پای ته ورسیده او ټول دولتي واک ولس ته په لاس ورغلی."

دې اعلان که څه هم کمونست پلوه خلقیان خوښ کړل؛ خو د افغانستان په سطح یې مهم غبرګونو نه او ستونزې را وپارولې او د هېواد معاصر تاریخ ته یې بل رنګ ورکړ.

پخواني جهادي مشر محمد امین وقاد وایي؛ که چیرې د ثور خونړۍ کودتا نه وای شوې افغانستان به اوس له دومره شخړو او جنجالونو سره نه و مخامخ.

ده آزادي راډیو ته وویل چې؛ د ثور کودتا کوونکي د ټولو هغو ناخوالو او بدبختیو عاملین دي چې؛ له هغه وخته تراوسه په افغانستان کې روان دي:

"د ثور د اوومې نیټې کودتا په افغانستان کې قانوني او طبیعي جریان پای ته ورساوه او یو غیر مشروعي حالت مخې ته راغی چې؛ قانوني نه و او د ولس ملاتړ یې هم نه درلود.

دې کودتا کوونکو قابلیت او ظرفیت هم نه درلود او دا هېواد یې له بحران سره مخامخ کړ چې؛ اوس په یوه ډول روان دی."


د ثور خونړۍ کودتا د کمونست پلوه خلقیانو له خوا وشوه چې؛ مشري یې نور محمد تره کي کوله.

په دې کودتا کې سردار محمد داوود خان او د هغه د کورنۍ اولس غړي چې؛ یو دوه کلن ماشوم هم په کې شامل و؛ له سخت مقاومت وروسته ووژل شول.

له دې خونړۍ کودتا او دې هېواد ته د پخواني شوروي اتحاد د پوځيانو له یرغل وروسته سلګونه زره افغانان ووژل شول؛ سلګونه زره نور معلول او میلیونونه نور بیلا بیلو هېوادونو ته مهاجر شول.

په همدې حال کې د ثور د اوومې کودتا پلویان که څه هم دا مني چې؛ له دې کودتا وروسته جدي ستونزې پیدا شوې؛ خو دې کودتا ته د انقلاب او د افغانستان د تاریخ د تکامل د قانوني کړۍ په سترګه ګوري.

سلیمان لایق چې ځان د ثور د اوومې د کودتا له ملاتړو څخه بولي هم ورته نظرلري:

"د ثور پېښه یوازې یوه پېښه وه؛ ستونزې یې هم پیدا کړې، د وینې د تویېدو د زمینې په مساعدولو کې یې هم همکاري کړې.

کله چې تاسو یو سیاسي نظام په بل سیاسي نظام بدلوي؛ تقابل منځ ته راځي او په دې صورت کې جنګ، مظاهرې او سیاسي فعالیتونه رامنځ ته کیږي. د ثورد اوومې انقلاب د افغانستان د تاریخ د تکامل یوقانوني کړۍ ده."


سیاسي څیړونکي وایي، چې سردار محمد داوود خان د ودې او پرمختګ پلوی و او هڅه یې کوله چې، افغانستان په سیمه کې د یوه پیاوړي هېواد په توګه مطرح شي.

د دوی په خبره سردارمحمد داوود خان ښه سیاست پوه او ملي شخصیت و او هلې ځلې یې کولې چې؛ د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه په رښتیا هم ملي او پیاوړي وي.

عام خلک هم د ۱۳۵۷ لمریزکال د ثور د خونړۍ کودتا په اړه بیلابیل نظرونه لري:

"۱- زما نوم خالد ظاهر امرخیل دی. د کابل ښار یو تن اوسیدونکی یم. د ثور د اوومې کودتا ډیرې منفي نتیجې درلودې او اغیزې به یې په راتلونکې کې هم موجودې وي او اوس هم لیدل کیږي.

۲- زه حضرت الله د کابل د سروبي ولسوالۍ د ازبین د کلي د هفت رنګ اوسیدونکی یم. د ثور د اوومې کودتا یو ناورین و؛ زموږعلما، سیاسي مشران او نور تکړه اشخاص د کابل په څرخي پله سیمه کې ژوندي ترخاورو لاندې شول؛ هېڅکله به افغانان دا له یاده ونه باسي."


د سردار محمد داوود خان او د هغه د کورنۍ د غړو د جسدونو پاتې برخې د ۱۳۸۷ د کب په ۲۷مه د کابل د څرخي پله د پولیګون په سیمه کې پیدا او له هغه ځایه په ځانګړو مراسموکې د تاج بیک پرغونډې خاوروته وسپارل شوې.

یوشمېرسیاسي څیړونکي اوعام خلک او د سردار محمد داوود خان خپلوان وایي چې؛ باید د هغه قاتلین که هرچیرې وي مجازات شي.

سره له دې چې د ثور د اوومې له خونړۍ کودتا نه شپږ دېرش کاله تیریږي؛ خو اوس په افغانستان کې جنګ روان دی او هره ورځ له بیلابیلو سیمو نه د وژنو او اخ او ډپ راپورونه خپریږي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG