د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

د ثور اوومه او اتمه په افغان تاريخ کې


نن(شنبه) د ثور اوومه ده. له نن څخه ۳۵ کاله پخوا د خلق او پرچم ګوندونو پلوي پوځیانو د محمد داوود خان د حکومت پرضد کودتا وکړه او محمد داوود یې د خپلې کورنۍ له ۱۷ غړیو سره وواژه.
د ډېرو کارپوهانو په نظر دا ورځ په افغانستان کې د جګړو ا و ډېرو بدمرغیو، چې تراوسه پوري روانې دي، پیلامه وه.
د ثور کودتاچیان، د محمد داوود خان د رژیم پرضد خپل اقدام انقلاب بولي او له کودتا وروسته د تاوتریخوالو علت بهرنۍ مداخلې ګڼي.
په ۱۳۷۱ لمریز کال مجاهدین واک ته ورسېدل او په دې توګه د افغانستان په تاریخ کې یو بل باب پرانستل شو. د ثور اتمه د یو شمېر کتونکو په نظر یوه بله توره ورځ وه چې د افغانستان بدمرغیو پکې په یو بل ډول دوام وکړ خو ځیني نور بیا دا ورځ د اوږده جهاد د بریالیتوب او د شهیدانو د ارمانونو د پوره کېدو ورځ بولي.
تاسو اورېدونکي څه نظر لرئ، د ثور اوومه او اتمه د لمانځلو ورځې دي او که فکر کوئ چې په دواړو ورځو یا یوې یې په افغانستان کې بدمرغۍ پیل شوې دي؟
له دې دوو پېښو مو کوم درسونه اخیستي، یا څه درس باید واخیستل شي.
نن په دې ترشنه اسمان لاندې پروګرام کې له خپلو درنو مېلمنو سره په همدې اړه بحث کوو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:52:46 0:00
مستقیم لېنک
زموږ مېلمانه دي:
د ولسي جرګې غړی محمد عبده
د اسلامي جمعیت ګوند د مشرتابه پلاوي غړی او ویندوی عبدالشکور واقف حکیمي.
د سیاسي چارو کارپوه انجنیر محمد یونس فکور
او دغه راز جنرال شهنواز تڼی به هم د ټېلفون له لارې په دې بحث کې راسره وي.
XS
SM
MD
LG