د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د ډاکتر نجیب‌الله د وژنې ۲۶م تلین؛ کورنۍ یې د هغه ځمکه ښوونځي ته وقف کړه


د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله
د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله د وژل کېدو ۲۶ تلین دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله د وژل کېدو د ۲۶ تلین په مناسبت د هغه کورنۍ د ډاکتر نجیب پلرنۍ ځمکه د مکتب جوړولو لپاره وقف کړه.

د ډاکتر نجیب مېرمنې فتانه نجیب په یوه پيغام کې په دې اړه وویل: "پرېکړه مو وکړه چې یوه ټوټه کرنیزه ځمکه چې د هغه مرحوم پلار په خپل حیات کې د ډاکتر نجیب‌الله په نوم ثبت کړې وه. امانتکاره سپين ږیرو ته د قومي جرګې له لارې د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره وسپارو. څو د وطن ځوانان د تعلیم له لارې د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي."

د ډاکتر نجیب مېرمن فتانه نجیب
د ډاکتر نجیب مېرمن فتانه نجیب

مېرمن فتانه نجیب زیاته کړه چې ډاکتر نجیب د افغان نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره زیاتې هڅې وکړې، خو د دې په خبره اوس چې طالبان واک ته رسېدلي لکونه ځوانان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

مېرمن نجیب انتقاد وکړ چې طالبانو د ټولنې نیمايي برخه یعنې ښځې له زده‌کړو، کار او پرمختګ محرومې کړې دي.

د ډاکتر نجیب‌الله د تلین په مناسبت د هغه کورنۍ داسې وخت خپله ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره وقف کړې چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي ورتړلي.

څو ورځې مخکې د ډاکتر نجیب په پلرني ټاټوبي پکتیا کې د نجونو هغه ښوونځي هم طالب چارواکو وتړل چې د څو ورځو په مخه د ښوونځیو د مدیرانو او د نجونو د پلرونو په نوښت پرانیستل شوي وو.

ډاکتر نجیب‌الله د ۱۳۷۵ کال د میزان یا تلې په ۵مه د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره ووژل شو.

د ډاکتر نجیب له مرګه که څه هم ۲۶ کاله تېرېږي، خو لا هم په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ پلویان او مخالفان لري او د یوې اغېزناکه څېرې په توګه ترې وخت ناوخته یادونه کېږي.

نجیب‌الله د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د پرچم څانګې غړی د ۱۹۸۶ نه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان ولسمشر و. د هغه حکومت د پخواني شوروي له ملاتړه برخه‌من و.

له ولسمشرۍ مخکې یې، د هغه وخت د دولتي امنیت خدمتونو (خدمات امنیت دولتي) یا خاد د استخباراتو ادارې د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې وه چې د هغه د یو شمېر منتقدینو له نظره د مجاهدینو سره د تړلو کسانو په وړاندې یې چلند بې‌رحمانه و.

د هغه د ولسمشرۍ په کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مجاهدینو او د پخواني شوروي تر ملاتړ لاندې افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.

XS
SM
MD
LG