د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د ثور اتمې افغانستان ته څه ډول پايلې لرلې؟


د پخواني شوروي یوې نسکورې شوې هلیکوپټرې ته څنګ ته ناست مجاهدین
د پخواني شوروي یوې نسکورې شوې هلیکوپټرې ته څنګ ته ناست مجاهدین

نن د ثور میاشتې اتمه نېټه ده. له نن څخه ۲۸ کاله مخکې افغان مجاهدین د پخواني شوروي اتحاد له ځواکونو او ملاتړي حکومت سره‌یې تر ۱۴ کلنې جګړې وروسته بري ته ورسېدل.

یو شمېر پخواني جهادي مشران وایي د ثور اتمه نېټه د افغانستان د بریا ورځ ده.

له دې ډلې محمد اسماعیل چې هغه مهال د افغانستان په لوېدیځ کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر و، وايي د ثور میاشتې په اتمه نېټه د افغان مجاهدینو له لوري پخواني شوروي ځواکونه مات او د هېواد خپلواکي یې بېرته ترلاسه کړه.

خو د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، هغه د عبرت درسونه باید هېڅکله هېر نه‌شي چې زموږ ولس تر دې بریا وروسته د کورنیو جګړو او بیا تر ننه پورې ترلاسه کړي دي.

افغانستان کې نن د ثور ۸مه د افغان مجاهدینو د بري ۲۸مه کلیزه ده

محمد اسماغیل خان وايي: "دا ورځ په افغانستان کې د تاریخ تر ټولو ستره د بدلون ورځ ده، یو ډېر کوچنی او مظلوم هېواد د یو ابر ځواکه هېواد پر وړاندې درېږي او مقاومت کوي او بالاخره د خدای تعالی په مرستې یوې سترې بریا ته رسېږي او خپله خپلواکي بېرته اخلي."

محمد اسماعیل خان
محمد اسماعیل خان

محمد اسماعیل وایي اوسنی حکومت او سیاستوال دې د هغه مهال له بدو ورځو عبرت واخلي او نه‌دې پرېږدي چې کې سیاسي کړکېچ لا په پراخېدو شي.

۲۸ کاله مخکې مجاهدین د پخواني شوروي اتحاد د پلوي حکومت په ماتولو سره کابل ته راننوتل.

خو له پخواني شوري ځواکونو څخه د افغان مجاهدینو د بریا تر اخیستو وروسته په هېواد کې د ډاکتر نجیب‌الله د حکومت تر سقوط وروسته په کابل کې کورنیو جګړو زور واخیست او ډېرې ورانۍ یې رامنځته کړې.

کله چې مجاهدین د ۱۳۷۱ لمریز کال د ثور په اتمه بریا ته ورسېدل، صبغت‌الله مجددي د دوو میاشتو لپاره د اسلامي دولت د رئیس په توګه غوره شو.

وروسته تر هغې برهان‌الدین رباني واک خپل کړ چې د حکومت دوام‌یې د یو شمېر مجاهدینو په ځانګړي ډول د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مخالفت سره مخ شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې جهاد زموږ ویاړلې ملي حماسه ده چې په نتیجه کې یې پخوانی شوروي اتحاد ټوټې ټوټې شو.

ښاغلي محب زیاته کړې، هغه د عبرت درسونه باید هېڅکله هېر نه‌شي چې زموږ ولس تر دې بریا وروسته د کورنیو جګړو او بیا تر ننه پورې ترلاسه کړې دي.

له دې سره د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وایي د بن کنفرانس یوه پرېکړه دا وه چې باید د انتقالي عدالت پروسه پلې شي.

خو د ښاغلي لعل په وینا لا هم په حکومت کې هغه مجاهدین ګډون لري چې د خلکو د مرګ‌ژوبلې عاملین دي.

لعل ګل لعل
لعل ګل لعل

هغه زیاته کړه: "یقیناً د ثور په ۲۸مه نېټه د خلکو د تمې او ارمانونو خلاف چې څه ترسره شول، په لکونو خلک مو له لاسه ورکړل، شتمنۍ مو له لاسه ورکړې، ټول نظام مو له لاسه ورکړ، د بن د پرېکړې یو جز انتقالي عدالت و، هغه څه چې د هغه وخت د حکومت د مصلحتونو ښکار شو او د دغه ډول عدالت پروسه په افغانستان کې پلي نه‌شوه."

که څه هم د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د افغان مجهادینو له بري ۲۸ کلونه واوښتل، خو لا هم په افغانستان کې جګړې روانې او ګڼ افغانان له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

افغان جهادي مشران بیا دا جګړې او د افغانانو دربدرۍ د ثور د ۷مې کودتا زېږنده او دوام بولي.

XS
SM
MD
LG