د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

رینا امیري: د طالبانو د تګلارو له امله د افغانستان روغتیايي سیستم له ناورين سره مخ شوی


ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو له امله د افغانستان روغتیايي سیستم له ناورين سره مخ شوی دی.

د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د سیاستونو له امله له زده‌کړو، تحصيل او کار څخه د نجونو د بې‌برخې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ویلي چې دغو محدوديتونو افغانستان له روغتيايي ناورين سره مخ کړی.

نوموړې د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ د ۱۱مې په تړاو چې په علم کې د ښځو او نجونو نړيواله ورځ وه، په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، په‌دې ورځ افغان نجونې او ښځې د ډاکټرانو، انجینرانو، ساینس‌پوهانو او نورو مسلکونو په توګه د خپل هېواد له خدمت بې‌برخې دي.

هغې زياته کړې، د دغو افراطي سياستونو له امله افغانستان د نرسانو او ښځينه ډاکترانو له کمښت او روغتيايي ناورين سره مخ دى.

په‌ همدې حال کې د بشري حقونو د څار ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، د بهرنیو مرستو کمېدل او پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان روغتیايي سیستم سخت زیانمن کړی او د میلیونونو خلکو روغتیا ته یې خطر پېښ کړی دی.

د بشري حقونو د څار د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشته عباسي په دغه راپور کې ویلي، دغه پېښې په افغانستان کې د یوه ناوړه روغتیايي بحران لامل شوي چې ښځې او نجونې په غیر متناسب ډول زیانمنوي.

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د روغتيايي کارکوونکو په ګډون يو شمېر مېرمنې هم د روغتيايي مرکزونو په ځانګړې توګه په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو او کافي امکاناتو له نشتوالي شکايت کوي.

د باميانو ولايت يوه ښځينه نرسه چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، د دغه ولايت په دولتي روغتونونو او د درملنې په مرکزونو کې د ښځو لپاره د درملنې اسانتياوې ډېرې کمې دي.

هغې وویل: "موږ ډېرې ستونزې لرو، په روغتون کې ډېر کم ډاکتران او متخصصین لرو. ناروغان بيخي ډېر دي لکه، امیندواره مېرمنې، شیدې خوړونکي ماشومان چې عمرونه یې له دریو او څلورو کلونو کم دي."

ارشیف: په هرات کې یو خوارځواکی ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: په هرات کې یو خوارځواکی ماشوم تر درملنې لاندې دی.

د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د تلخک کلي اوسېدونکې فاطمه هم په خپله سيمه کې د درملو او متخصصو ډاکټرانو په ګډون د روغتيايي اسانتياو له نشتوالي شکايت کوي.

هغه وايي: "موږ ته درمل نه راکوي، موږ باید ټول درمل له بهر څخه راوړو، متخصص ډاکتران نه‌لرو. د خلکو اقتصاد کمزوری دی. دوی نه‌شي کولی له بهر څخه درمل واخلي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د جدي مياشتې په لومړيو کې د مالیزیا له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې اوس‌مهال په افغانستان کې نږدې ۱۵۰ زره ښځینه روغتیايي کارکوونکې په کار بوختې دي.

خو نوموړي له‌دې ادعا څخه درې اوونۍ وړاندې اروزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي وو چې دوی د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او په‌دې برخه کې پر حل‌لارو کار کوي.

دا اندېښنې په‌داسې حال کې راپورته کېږي چې د طالبانو حکومت پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو سربېره، د طب پوهنځي په ګډون د هغوی پر زده‌کړو بندیز لګولی او په تېرو دوو کلونو کې یې له طب پوهنځي څخه تر فراغت وروسته له نجونو څخه د ايګزېټ ازموينه نه‌ده اخيستې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر پر ۲۰مه په یوه راپور کې ویلي وو چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي مرکزونو نشتوالي روغتیايي خدمتونو ته د میندو او ماشومانو لاس‌رسی محدود کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG